که ادبیات ووایو
Aziz Rahman Hazim
لیکوال: محمد نسیم مومند
د کانکور له پایلې په داسې حال کې خبر شوم، چې لور مې په لاس کې شوتله مې رېبدله؛ خو د دې خبر په اورېدو مې لور پر ځمکه ګذار کړ او خواشینۍ یې را باندې وزر خپاره کړل. په کور کې هم د تسلی لپاره یو نیم څوک وه؛ خو ټول نه وه، هغه په دې چې د کورنۍ د تمې خلاف مې د کانکور پایله اعلان شوه؛ خو مجبورۍ او د ملګرو ټينګار دې ته اړ کړم، چې د بغلان پوهنتون ادبیاتو پوهنځي کې نوم لیکنه وکړم.
دغه نوم لیکنه مې هم په انګلیسي څانګه کې وکړه؛ خو بیا هم زړه نازړه. د دې سره سم مې بیا مخ په کور را ولګول، نورو ملګرو ته په کتو مې بیا هم پر خپل حالت شکر ویستلو او بیا نیم ژواندی زړه د بغلان په لور و خوځېدم. دا ځلې مې د انګریزي څانګې څخه پښتو ته تبدیلي وکړه؛ دلته نو ښه د ملګرو او خپلوانو د خندا شوم، چې پښتو ادبیات هم څوک وایي؟
یو ځای مې لوستي ؤ، چې “ژوند د افکارو له صنعت څخه منځ ته راځي او له کومو افکارو څخه چې ته ګټه پورته کوې همدغه ستا پر ژوندانه اغېرمن دي” زما به د افکارو غمي خام وه؛ خو د هغو چې پاخه هم وه، زما یې صنعت د دې پر ځای چې راته ورغوي ورانی یې را سره کولو؛ خو په هر صورت دې مات مزل ته مې ادامه ورکړه، تر دې چې اوس په دې باوري یم، چې ادبیات ژوند او ټولنې ته نظم ورکوي.
دا چې زموږ د ټولنې د عوامو او خواصو ذهن ولې دې پوښتنو نیولی:
ولې ادبیات وایو؟
ادبیات څه دي چې تاسو پرې وخت ضایع کوئ او بیا پښتو ادبیات یې لا څه دي؟
او دې ته ورته نورې پوښتنې هم.
زما په اند یو لامل به یې دا وي، چې موږ د ادبیاتو تدریسي هیلې تر اوسه ورته بشپړې کړي نه دي. بس هسې مو ورسره تر یو بریده سر سري چلند کړی دی. د استاد اجمل ښکلي په وینا: ” (د ژوند وپېژنو) ځواب د ادبیاتو په اړه سم دی. موږ یوازې تاریخ نه، ساینس اروا پوهنه، فلسفه، مذهب او ادبیات هم د دې لپاره مطالعه کوو، چې ژوند و پېژنو، چې ژوند څه دی؟ او موخه یې څه ده؟”
موږ د استاد خبرې ته په دې هم د حقیقت او د منلو جامه ور اغوندو چې ادبیات د ثقافت یوه غوره برخه ده او پر ثقافتي پدیدو او افکارو ژور اغیز پریباسي، دا ځکه چې د ټولنې ټول کړه وړه موږ د ثقافت له جواله را اخلو او ادبیات هم له دې ډلې څخه دي او ادبیات د ټولنې سره جوخته دوه مخیزه اړیکه لري، یانې ادبیات په ټولنه کې را زیږي او د ټولنې د وګړو د افکارو زیږنده پدیده ده او ټولنه ده چې ادبیاتو ته اړتیا لري او ادبي وینا د ژبپوهانو په اند یوه خاصه او ممتازه وینا ده، چې د ټولنې په بدلون کې غوره رول لوبولای شي، کله چې موږ د غوره رول د لوبولو خبر کوو؛ نو مو ذهن ته داسې څه راځي، چې ګواکې ادبیات به پوهه نه وي بلکې هنر دی د ډاکټر ښکلي په وینا: “هنر د هغه ګولۍ په شان دی چې نشه او درملنه دواړه پکې وي، موږ په هنر کې د خپلو واقعي رنځونو علاج هم مومو او ارام هم او دا دواړه پکې داسې غاړه غړۍ وي، چې توپیر یې اسان نه وي.” په دې ترڅ کې زموږ د یوې محصلې دا خبره د صدق جامه اغوندې چې ویل یې: “ادبیات مو ذهن روښانوي.” ځواب تر ډېره بریده پر ځای دی، ځکه ادبیات د یو ه ملت د ارمانونو بیان هم کیدای شي، ځکه د هر ملت په ادبیاتو کې د همغه ملت د بشري ارمانو غوره ننداره کولای شو، په پښتني ټولنه کې یې ټپې غوره بېلګې یادولی شو.
ادب یوه داسې ارامه د مبارزې لاره ده، چې زموږ د زړړه ورتیا لاره نوره هم پراخوي او په ژوند کې او د ژوند سره د مبارزې لارې چارې را ته ښيي. شعر د ادب یوه غوره برخه ده. د استاد الفت په وینا: “د عواطفو روزل د شعر کار دی او شعر ته د عواطفو او احساساتو د ظهور او تجلیاتو کوه طور ویلی شو.” کله چې زموږ عواطف و روزل شي او احساسات مو هم منظم شي، دلته دی چې فکر مو روښانه کیږي او فکر دی چې موږ ارادې ته لار پرانیزو، کله چې مو له سم تفکر نه وروسته اراده وکړه، بویه چې موږ به په ژوند کې د مبارزې ګړندي او منظم ګامونه اوچت کړای شو.
که ادبیاتو ووایو! غونډ په باب به ممکن ډېر څه وي، خو تاسو یې برګ سبز او تحفه دروېش په ډول قبول کړئ.
۱۳۹۸/۷/۲۷ ـ مزار ښار ـ دویمه ناحیه