کور / #PTM / د پښتون ژغورني غورځنګ څلور نور غړي له زندان څخه خوشي سول

د پښتون ژغورني غورځنګ څلور نور غړي له زندان څخه خوشي سول

 

د پښتون ژغورني غورځنګ څلور نور غړي بلال پښتين ، دوست محمد، سردار عارف وزير او جمشيد خان د رياست له زندان څخه راخوشي سول.

ياد کسان چي د رياست لخوا په بېلابېلو سيمو کي نيول سوي وه تېره ورځ د اکتوبر پر ۱۹ نېټه له زندان څخه راخوشي سول.

بلال پښتين چي د خړ کمر له پېښي وروسته د احتجاج کولو په تور ونيول سو، وايي چي د زندان بهر ئې د هيچا سره اړيکه نه لرل او په زندان کي د خپلو انساني حقونو څخه بې برخي وو.

نوموړی وايي: “د مې پر ۲۷مه یې په بنو کي ونیولم ، په درې ایم پي او کي یې هري پور ته یوړم ، اولس ورځې مې تېرې کړې ، بیا چي وتم نو په یو نامعلوم ایف ای ار کي یې بیرته ونیولم ، ډېره اسماعیل خان ته یې یوړم ، بیا چي خوشي کيدم نو بیا یې د ټانک په یو نا معلوم ایف ای ار کي ونیولم ، بیا له ټانک څخه بیرته په درې ایم پي او کي هریپور ته یوړم. اته شپې کم پنځه میاشتې مې جېل کي تېرې کړې”

د مي مياشتي پر ۲۶ نېټه د خړ کمر د پېښي سره هممهاله د پي ټي ايم يو مخکښ علي وزير ونيول سو او له دې څو ورځي وروسته د پي ټي ايم بل مخکښ محسن داوړ هم ونيول سو.

د دوی د نيول کيدو په احتجاج کي د غورځنګ د نورو غړو ترڅنګ عارف وزير هم د رياست لخوا ونيول سو.

عارف وزير وايي: “دوې میاشتې او شل شپې مې وسوې په بند کي. د ترهګرۍ عدالت خوشي کړي وو ، بیا یې بل تور راپورې کړی وو هغه کي بري سوي او بیا یې په درې ایم پي او کي هریپور ته وړي وو. خو موږ چي هر ځل جېل ته لاړ سو نو ایمان مو تازه سي. موږ په دې ویاړو چي د خپل پښتون قام د حقونو لپاره مبارزه کوو”

جمشيد خان هم په واڼه کي د پي ټي ايم د ملاتړ په تور ونيول سو او د رياست لخوا زندان ته واچول سو. جمشيد خان وايي، چي په زندان کي دده سره ډېر تشدد سوی دی، خو ددې سره سره به خپله پرامنه مبارزه نه پرېږدي.

نوموړی وايي: ، “لکه څنګه چي مخکي موږ پر امن وو ، اوس به هم داسې پر امن یو. خو د خپل پښتون قام د ژوند لپاره به مبارزې ته دوام ورکوو. په دې جېلونو به موږ له خپلې مبارزې نه پرشا کيږو”

له دې وړاندي د پي ټي ايم يو بل مشر ملابهرام اخوند هم د رياست له زندان څخه راخوسي سو.