کور / راپور / ولسمشر غني د غمرازۍ لپاره هسکي مېني ولسوالۍ ته رسېدلی دی

ولسمشر غني د غمرازۍ لپاره هسکي مېني ولسوالۍ ته رسېدلی دی

ولسمشر غني د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولايت هسکي مېني ولسوالۍ ته رسېدلی دی.

د ښاغلي غني سره په دې سفر کي د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار او ګڼ نور حکومتي چارواکي مل دي.

ولسمشر غني به د هسکې مېني په پېښه کي د قربانيانو د کورنيو سره د غمرازۍ ترڅنګ د هغوی سره يو لړ مرستي هم اعلان کړي.

تېره جمعې ورځ د هسکي مېني په يو جومات کي د لمانځه پر مهال چاودنه وسوه چي شاوخوا ۷۰ کسان ئې شهيدان کړل او تر ۴۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

که څه هم ددغې پېښي پړه تراوسه کومي وسلوالي ډلي پرغاړه نه اخيستې، خو په ننګرهار کي طالبان او داعش ډلي دواړه فعالي دي.

طالبانو په ياده پېښه کي لاس لرل رد کړي دي.