کور / راپور / هسکه مېنه کي د داعش ايرانی غړی حکومت ته تسليم سو

هسکه مېنه کي د داعش ايرانی غړی حکومت ته تسليم سو

 

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش یو ایرانی غړی سرحدي ځواکونو ته تسلیم سوی دی.
ځايي چارواکي وايي، یاد کس ۲۳ کاله عمر لري، او د ابو احمد ایراني له لوري د داعش په لیکو کې جذب سوو، چي تېره ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم سو.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي، چې تسلیم سوي کس پر خپلو کړنو پېښماني ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د تېرې جمعې په ورځ په هسکه مېنه کې د جمعې لمانځه پرمهال چاودنې ۶۶ لمونځ کوونکي شهيدان او ۳۶ نور یې ټپیان کړل.