کور / راپور / د ميدان وردګ ولايت پر والي ځانمرګی بريد سوی دی

د ميدان وردګ ولايت پر والي ځانمرګی بريد سوی دی

د میدان وردګو پر والي مظفرالدین یمین ځانمرګی برید سوی خو نوموړی له دې برېده روغ وتلی دی.

د میدان وردګو د والي ویاند وایي، نن له غرمې وروسته، ولایت ته څیرمه د والي پر موټریز کاروان ځانمرګی برید سوی، خو نوموړی ترې روغ وتلی.

په برید کی دری تنه پولیس او دنوموړی دوه تنه محافظین وژل سوي دي.

سرچينې وايي، چي د بريد ځای ته نژدې ځيني ملکي وګړي هم ژوبل سوي دي.

ددغه بريد پړه تر دا مهاله کومي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې، خو په ميدان وردګو کي طالبان فعال دي او پر افغان ځواکونو او حکومتي چارواکو بريدونه کوي.

.