ولسمشر غني: له شينوارو څخه د داعش ټغر ټولوو

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 21st, 2019


افغان ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د ننګرهار هسکي مېني ته تللی وو او هلته ئې د وروستۍ پېښي د قربانيانو د کورنۍ سره وليدل.

تېره جمعې ورځ د هسکي مېني په يو جومات کي د جمعې د لمانځه پر مهال چاودني شاوخوا ۷۰ کسان شهيدان کړل او تر ۴۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

ولسمشر غني د قربانيانو د کورنۍ سره د ليدني پر مهال وويل، چي افغان امنيتي ځواکونه به د شينوارو له سيمي  څخه د داعش ټغر ټول کړي.

نوموړي وويل: “دا په ملي او بین المللي سویه یوه فاجعه وه. دا وړه خبره نه وه. دا د بشریت په مقابل کي، د انسانیت په مقابل کي، د اسلاميت په مقابل کي، د افغانیت په مقابل کي او د پښتونولۍ پر ضد یو عمل وو، موږ ټول يې غندو.”

په دغه مراسمو کي يو تن قومي مشر غوښتنه وکړه چي حکومت دي په هسکه مېنه کي د امنيت په تامين او د بيا رغوني کارونو کي جدي ګامونه پورته کړي.

دغه قومي مشر وويل: “دا په ملي او بین المللي سویه یوه فاجعه وه. دا وړه خبره نه وه. دا د بشریت په مقابل کي، د انسانیت په مقابل کي، د اسلاميت په مقابل کي، د افغانیت په مقابل کي او د پښتونولۍ پر ضد یو عمل وو، موږ ټول يې غندو.”

ولمسمشر غني ئې په ځواب کي وويل: “د شینوارو ولسونو نه د زړه له کومې مننه کوم چي داعش ته يې ماته ورکړه. د ملي امنیت رييس او والي صاحب ته خاص هدایت دی چي ژر تر ژره له ولسونو سره کار وکړئ، چي د داعش، طالب او نورو تروریستانو ډلې د شینوارو له منطقې نه ورکي کړي.”

ولسمشر په خپلو خبرو کي وویل چي د قربانیانو د کورنیو غړو ته د کورونو لپاره يوه يوه نمره ځمکه ورکوي او بیت الله شریف ته به يې د حج د ادا کولو لپاره هم لېږي.

Copyright Larawbar 2007-2024