کور / راپور / په کشمير کي د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بيا ډزي سوي

په کشمير کي د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ بيا ډزي سوي

 

د هند او پاکستان پر پوله ددغه هيوادونو ځواکونو يو پر بل ډزي کړي، چي ملکي وګړو ته ئې هم مرګژوبله اړولې ده.

په کشمير کي پر لين آف کنټرول باندي  د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تېره ورځ د ډزو تبادله وسول.

د هند د پوځ وياند راجيش کاليا وايي، د پاکستاني عسکرو په ډزو کي درې نور ملکي وگړي ټپیان سوي هم دي. هغه زیاته کړه چي دا کار د هند او پاکستان ترمنځ د ٢٠٠٣ کال د اوربند نه سرغړونه ده.

پاکستان بيا وايي، چي د هندي سرتیرو له خوا د اوربند د ماتیدو په نتیجه کي د پاکستان تر کنترول لاندې کشمیر کي پنځه ملکي کسان او یو سرتیری وژل سوي او درې ملکي وگړي او دوه عسکر ټپیان سوي دي.

درې ورځي وړاندي هم دداړو لوريو په ډزو کي ملکي کسانو ته مرګژوبله واوښتل.