کور / راپور / غني او اسپر پر افغان سوله او امنيتي چارو ږغېدلي دي

غني او اسپر پر افغان سوله او امنيتي چارو ږغېدلي دي

تېره ورځ د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر په يو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی او دلته ئې د افغان ولسمشر اشرف غني سره پر يو لړ موضوعاتو خبري وکړې.

د ولمسشرۍ ماڼۍ وايي، چي اشرف غني او مارک اسپر د سولي، امنيتي او د ټاکنو په هکله خبري وکړې.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي: ” دواړو لوریو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیتي مسایلو، تروریزم سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز او په بېلابېلو برخو کي د دواړو هیوادونو تر منځ پر همکاریو بحث او خبرې وکړې.”

په اعلامیه کي همدغه راز د ښاغلي اسپر له قوله لیکل سوي دي چي هغه “د جمهوري ریاست د بریالیو ټاکنو د ترسره کيدو او په دغه ملي بهیر کي د خلکو د ګډون په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو او حکومت هڅې وستایلې. “

مارک ایسفر خبریالانو ته ويلي، زما د سفر هدف د سولي په تړاو د افغان چارواکو سره د سولي په هکله خبري کول دي. دا پر داسي مهال ده، چي په دې وروستيو کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو د بيا پيلېدو اوازې خپرې سوي دي.