کور / راپور / د امريکا دوه لوړ پوړي چارواکي په ناڅاپي سفر پر يوه وخت کابل ته راغلل

د امريکا دوه لوړ پوړي چارواکي په ناڅاپي سفر پر يوه وخت کابل ته راغلل

 

د امريکا دوه لوړ پوړي چارواکي په ناڅاپي سفر په جلا جلا توګه کابل ته راورسېدل او دلته ئې د افغان چارواکو سره وکتل.

د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر په يو ناڅاپي سفر کابل ته راورسېدی، ددې سره هممهاله د امريکا د کانګرس مشره نانسي پلوسي هم چي په اردن کي وه کابل ته راغله.

مارک اسپر د ولسمشر غني سره د سولي د خبرو د بيا پيلېدو او د افغان امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تړاو وږغېدی او همداراز ئې د افغان ولسمشريزو ټاکنو په تړاو د افغانانو هڅي وستايلې.

بل خوا د کانګرس مشري نانسي پلوسي هم د ولمسشر غني، اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله او نورو افغان چارواکو سره وکتل.

له ارګ څخه خپره سوې خبرپاڼه  کي د پلوسي د خولې ويل سوي: “په افغانستان کي زموږ د حضور دلیل دا دی چي یو وخت طالبان په دغه هیواد کي د هغو تروریستانو کوربه وو چي پر موږ يې برید وکړ او موږ هیڅکله نه غواړو چي افغانستان دوباره د تروریستانو پر ځاله بدل سي.”

د خبرپاڼې له مخې، نوموړې په افغانستان کي د ښځو لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل، د امریکا متحده ایالتونو په کانګرس کي زموږ لپاره یو لومړیتوب د افغان ښځو د حقونو تامین او د لاسته راوړنو ساتنه ده.

دا پر داسي مهال ده چي په دې وروستيو کي د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولي د خبرو د بيا پيلېدو اوازې ګرمي سوي دی.