کور / #PTM / علي وزير: استخبارات له هند څخه د راشړل سوي ښځي په خوله په موږ پسې خبري کوي

علي وزير: استخبارات له هند څخه د راشړل سوي ښځي په خوله په موږ پسې خبري کوي

 

د پاکستانۍ سينما ناکامه اداکاري وينا ملک د پښتون زغورني غورځنګ پرضد فعاليتونه پيل کړي دي او پر ټويټر باندي ددغه غورځنګ پرضد پوسټونه کوي.

دنيا ملک چي څه موده وړاندي له هند څخه راشړل سوې ده او اوس په پاکستان کي سينما ته د لار موندولو هڅه کوي.

دنيا ملک د هندۍ سېنما په دريمه درجه فلمونو کي کارونه کړي دي، خو د لا ښه ځلېدلو لپاره ئې وړ شرائط پوره نه کړل او هندۍ سينما د نور کار اجازه ورنه کړه.

دنيا ملک اوس  پر پښتون ژغورني غورځنګ تور پوري کړی چي  د هند په ګټه د پاکستان پرضد فعاليتونه کوي.

دنيا ملک په ځينو مجلو او اعلانونو کي لوڅ عکسونه هم اخيستي دي، چي د ګڼو پاکستانيانو غبرګونونه ئې راوپارول.

د هغې د يو ټويټ په ځواب کي د پښتون ژغورني غورځنګ يو مشر علي وزير وايي، چي  د  نوموړې په تړاو مې مخکې ډېر معلومات نه درلودل، خو اوس راته ملګرو وويل چي چوکيدار (پاکستانی پوځ او استخبارات) دومره بې وسه او لېوني سوي دی، چي د هندوستان له لوري راشړل سوې ښځي په خوله په موږ پسې خبرې کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ د پښتنو د وژني پرضد او د خپلو روا حقونو د ترلاسه کولو لپاره د عدم تشدد مبارزه پيل کړې ده، خو د پاکستان پوځ او استخبارات نه غواړي چي دغه غورځنګ دي خپلو موخو ته ورسېږي او په همدې اساس ئې د غورځنګ ګڼ کسان ووژل او ډېر نور ئې زندانونو ته ولېږل.