کور / راپور / مصر کي درې زره کلن لرغوني تابوتونه موندل سوي

مصر کي درې زره کلن لرغوني تابوتونه موندل سوي

د مصر په اقصر نومي ښار کي د الاساسيف نومي مقبره کي دېرش داسي لرغوني تابوتونه موندل سوي چي تاريخي ارزښت ئې درې زره کلونو ته رسېږي.

د مصر د لرغونو اثارو محکمه وايي، چي دغه تابوتونه هغه وخت وموندل سول، چي کله د کېدني چاري رواني وې.

یاده محکمه وايي، چي لومړی تابوت په مځکه کي يو ګز لاندي ښخ سوی وو، له هغه څخه يو ګز نور لاندي بل تابوت پروت وو، چي په همدې سره دېرش تابوتونه يو پر بل سربېره ښخ سوي وه.

لرغونپوهان وايي، چي په تابوتونو کي د لرغوني مصر ښځي، ماشومان او لوی خلګ ښخ سوي دي. د هغوی په خبره ښخ سوي کسان د لرغوني مصر  مذهبي کسان دي.

دا په تېرو سلو کلونو کي لومړی ځل دی چي په دومره لوی شمېر لرغوني توکي موندل کېږي.