کور / راپور / چترال کي درې پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

چترال کي درې پاکستاني پوځيان هلاک سوي دي

 

په چترال کي د پاکستاني پوځ پر ګاډي د بمي بريد په پايله کي ددغه پوځ درې سرتېري هلاک سوي او پنځه نور سخت ژوبل دي.

پېښه تېره ورځ د چترال د ارندو تحصیل په “هسکو هوار” نومې سیمه کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي د پوځ ګاډۍ د ګزمې په حالت کي وو.

د يادې پېښي پړه د حزب الاحرار ډل پر غاړه اخيستې ده او  د نورو بريدونو ګواښونه ئې هم کړي دي.