کور / راپور / چین د بین الافغاني ډیالوګ په نامه ناسته جوړوي

چین د بین الافغاني ډیالوګ په نامه ناسته جوړوي

چين ويلي، چي د افغان سولي لپاره مرستي ته تيار دی او غواړي د يو بين الافغاني ډيالوګ د خبرو کوربه و اوسي.

په دغه بين الافغاني ډيالوګ ناسته کي به د افغان حکومت ۲۵ استازي او د طالبانو ۱۵ کسيزه ډله ګډون وکړي.

که څه هم د دغه  ناستي لپاره دقيقه نېټه نه ده ټاکل سوې، خو ويل کېږي چي د اکتوبر په وروستيو ورځو کي به وي. بل خوا افغان حکومت ټينګار کوي چي دغه ناسته به د ولسمشريزو ټاکنو د اعلان وروسته کېږي.
په دې هکله کابل کي د چين ځانګړي استازي دينګ شيجون د افغان استازو سره په خبرو بوخت دی.

د ځينو سرچينو په حواله طالبانو د چين په ناسته کي د ولسمشر د دوهم مرستيال سرور دانش د ګډون سره مخالفت څرګند کړی دی.

له دې وړاندي په روسيه کي هم يو بين الافغاني ډيالوګ ناسته سوې وه، چي پکي ځينو افغان سياسيونو او طالبانو ګډون کړی وو، خو د افغان حکومت د مخالفت سره مخ سو.

افغان حکومت وايي، چي د سولي په تړاو هره هغه هڅه چي پکي افغان دولت ځای ونه لري بې ګټي ده. خو طالبان بيا د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو کولو څخه انکار کوي.