کور / راپور / سکاټ مېلر: له تېر کال راهيسي په افغانستان کي ۲۰۰۰ امريکايي سرتېري کم سوي دي

سکاټ مېلر: له تېر کال راهيسي په افغانستان کي ۲۰۰۰ امريکايي سرتېري کم سوي دي

 

په افغانستان کي ميشت د امريکايي سرتېرو مشر جنرال سکاټ مېلر وایي، چي په افغانستان کي د تېر يوه کال راهيستي ۲۰۰۰ امريکايي سرتېري کم سوي دي.

نوموړي تېره ورځ د امريکا د دفاع وزير مارک اسپر سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کي وويل، چي دا مهال په افغانستان کي شاوخوا ۱۲۰۰۰ امريکايي سرتېري ميشت دي، چي د القاعدې او داعش پرضد افغان ځواکونو سره په جګړه ايزو مهارتونو کي مرسته کوي.

سکاټ مېلر وويل، چي د ۲۰۰۰ امريکايي سرتېرو د کميدلو سره سره امريکا په افغانستان کي د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو وړتيا لري.

د جنرال مېلر څخه یوه ورځ وړاندې مارک اسپر ویلي وو که چيري په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو شمېر ٨٦٠٠ ته هم راکم کړل سي نو په افغانستان کي به  د امریکا اهدافو ته به کوم زیان ونه رسېږي.

دوې ورځي وړاندي د امريکا دفاع وزير مارک اسپر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی. هغه وويل، چي د سفر موخه ئې د طالبانو سره د خبرو د بيا پيلېدو، امنيتي همکاريو او يو لړ نورو موضوعاتو په تړاو د افغان حکومتي چارواکو سره خبري اتري دی.