کور / #PTM / د پي ټي ايم دوه نور فعالان خوشي سوی، خو لا هم ډېری کسان د رياست په زندانونو کي دي

د پي ټي ايم دوه نور فعالان خوشي سوی، خو لا هم ډېری کسان د رياست په زندانونو کي دي

 

د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) دوه نور فعالان انور وزير او شافيصل غازي د رياست له زندان څخه راخوشي سوي دي.

دغه دوو فعالانو پرته له کوم جرم څخه شاوخوا درې مياشتي د رياست په زندان کي تېري کړلې.

پر دوی باندي تور وو، چي خلګ ئې د رياست خلاف راپارول او پارونکي ويناوي ئې کولې. خو د پي ټي ايم مخکښان وايي چي دوی يواځي او يواځي د پښتنو د حقونو لپاره د عدم تشدد مبارزه کوي او په هيڅ ډول تشدد کي لاس نه لري.

که څه هم په دې وروستيو کي د محسن داوړ، علي وزير، ملابهرام او ګڼ شمېر نور فعالان له زندانونو څخه راخوشي سوي دي، خو بيا هم په لسګونو کسان د رياست تر  وحشت لاندي په زندانونو کي شپې سبا کوي.

د پښتون ژغورني غورځنګ ډېری کسان د مي مياشتي د خړ کمر د پېښي وروسته ونيول سول، چيري چي پاکستاني پوځ د پي ټي ايم پر کاروان بريد وکړ او ۱۶ کسان ئې شهيدان او تر ۳۰ زيات نور ئې ژوبل کړل.

د خړ کمر د پېښي ورروسته پاکستاني رياست ځکه د پي ټي ايم د فعالانو نيولو لړۍ چټکه کړه، ترڅو د يادي پېښي پرضد د پښتنو د يوځای کېدو مخه ونيسي او په دې سره د پوځ د وحشت پر وړاندي د خلګو احساسات کمزروي کړي.

د پي ټي ايم مشر منظور پښتين وايي، چي ددوی غوښتني قانوني دي او ترڅو چي ئې د خپل قام لپاره حقونه نه وي ترلاسه کړي، خپلي مبارزې ته به دوام ورکوي.