کور / راپور / هند وايي په کشمير کي ئې د ترهګرو درې کمپونه له منځه وړي دي

هند وايي په کشمير کي ئې د ترهګرو درې کمپونه له منځه وړي دي

 

د هند د پوځ مشر جنرال  بپین روات ويلي، چي د کشمير په پاکستاني لوري کي ئې د ترهرګرو درې کمپونه په نښه کړي او له منځه ئې وړي دي.

په دې وروستيو کي د پاکستان او هند ترمنځ پر لين آف کنټرول باندي سپکي نښتي وسوې چي دواړه لوريو ته ئې ملکي مرګژوبله هم واړول.

ښاغلي روات تېره ورځ وويل، چي په کشمير کي د پاکستان له لوري پردوی بريد وسو، چي په ځواب کي ئې هندي ځواکونو په پاکستاني کشمير  کي د ترهګرو درې کمپونه وران کړل.

نوموړي وويل: “دپاکستاني عسکرو د بریدونو ځواب کي د هندي پوځ ډزو کي دپاکستان دشپږو څخه تر لسو پوري عسکر وژل سوي او د ترهګرو درې کمپونه تباه شوي دي”

خو د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور د هند دا ادعا ردوي او وايي، چي په کشمير کي د ترهرګو هيڅ کمپ نسته او نه هم هلته ترهګر روزل کېږي.