کور / د ډيورنډ کرښه / په سپين بولدک کي د افغان سرتېرو او پاکستاني مليشه وو ترمنځ نښته سوې ده

په سپين بولدک کي د افغان سرتېرو او پاکستاني مليشه وو ترمنځ نښته سوې ده

 

د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته سوې.
امنیتي مسولین وايي، دوی د سرو څاهانو په سیمه کي عملیات کول، چي د وسله والو طالبانو او د پاکستان د ملېشه ځواکونو له غبرګون سره مخ سول.
د دوی په خبره افغان سرحدي ځواکونو مقاومت کړی او پرمهال یې لس وسله وال او ملېشه سرتېري وژلي او اته نور یې ټپيان کړي.
اوس هم د دواړو لورو ترمنځ د جګړې احتمال سته.
ویل کېږي، نن مازیګر د افغان سرحدي ځواکونو مرستندویه ځواکونه د سرو څاهانو سیمي ته روان وه، چي چاودنه پر سوې او پرمهال یې پنځه سرتېري وژلي.
په وژل سویو کي د توپان په نوم قوماندان هم شامل دی.
وسله والو طالبانو او د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

.