کور / راپور / ګلالۍ اسماعيل: پاکستان د پښتنو پرضد کاروباري جګړه پيل کړې ده

ګلالۍ اسماعيل: پاکستان د پښتنو پرضد کاروباري جګړه پيل کړې ده

 

د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعیل وايي، چي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد د جګړې څخه کاروبار جوړ کړی دی او په دې جګړه کي ئې عامو پښتنو ته زيان اړولی دی.

آغلې ګلالۍ چي دا مهال په واشنګټن کي ده يوې غونډي ته ويلي، چي پاکستاني پوځ د ترهګرۍ ضد جګړه کي د پښتنو قومي مشران او مخور کسان وژلي دي او په دغه جګړه کي ئې ترهګرو ته هيڅ زيان نه دی اړولی.

هغه وايي، په سوات، باجوړ او نورو سيمو کي پوځ ترهګرو ته واک ورکړی دی او قومي مشران ئې يا وژلي او يا هم واک نه ورکوي.

آغلې ګلالۍ وايي، چي پوځ او خفيه ادارو په زرګونو پښتانه لادرکه کړي دي، چي د ځينو ئې مړي موندل سوي او ډېری لا هم لادرکه دي.

نوموړي وويل، چي تر ۸۰۰۰ زيات کسان د پاکستان د پوځ لخوا لادرکه سوي دي.

آغلې ګلالۍ څو مياشتي وړاندي په پاکستان کي د بشري حقونو په تېره د پښتنو لپاره مبارزه پيل کړه، چي د پوځ د سختو نيوکو سره مخ سوه او د هغې د وژني هڅه ئې کړې وه. دغه ګواښونو ته په کتو آغلې ګلالۍ په پټه له پاکستان څخه امريکا ته ولاړه او اوس هلته خپله مبارزه کوي.