کور / اقتصادي / سعودی عربستان کي د افغان سوداګریزو توکو نړیوال نندارتون جوړ سو

سعودی عربستان کي د افغان سوداګریزو توکو نړیوال نندارتون جوړ سو

 

تېره ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کي د افغان سوداګريزو توکو نوی نندارتون پرانستل سو،چي موخه یې د افغانستان صادراتي توکو ته بازار موندنه ښودل سوې ده.

دغه نندارتون، چي د ګڼو افغان سوداګرو، د کندهار د صنایع او معدن خوني رئیس سعدالدین سعید او عربستان هېواد د حکومتي مسؤلینو په شتون کې پرانیستل سو څلور ورځي به دوام وکړي او د ګنو افغان شرکتونو تر څنګ کنډا فروټ د میوې پروسس او بسته بندۍ کمپنۍ هم ګډون کړي، تر څو د هیواد انار، تازه انګور او وچه میوه د عرب سوداګرو په وړاندي نندارې ته وړاندی کړي، چي تر دې مهاله په یاد نندارتون کي د افغانستان لاسي صنایع، وچه او تازه مېوه، غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبري او نور خوراکي توکي نندارې ته وړاندې کیږي.

د یادوني وړ ده، چي د کنډا فروټ شرکت د نورو افغاني شرکتونو ترڅنګ له عرب سوداګرو سره د ملینونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل او ډیر ژر به یوه جوپه انار د هوایي دهلیز له لاري عربستان هیواد ته صادر کړي.