کور / راپور / نواز شريف د خراب روغتيايي حالت له امله روغتون ته لېږدول سوی دی

نواز شريف د خراب روغتيايي حالت له امله روغتون ته لېږدول سوی دی

 

د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف وروسته له هغه روغتون ته ولېږدول سو چي د هغه روغتيايي حالت مخ پر خرابېدو وښودل سو.

نوموړی تېره شپه ناوخته له زندان څخه د لاهور سروسز روغتون ته ولېږدول سو او اوس هلته تر درملني لاندي دی.

د نوازشريف شخصي ډاکټر عدنان ملک وايي، چي د نوموړي د ويني په معاينه کي د پلیټلېټس اندازه ډېره کمه سوې ده او له همدې امله د نوموړي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل سوی دی.

ددې اعلان سره هممهاله د نواز شريف پلويان د لاهور سروسز روغتون مخي ته راټول سوي دي او د احتجاج کولو پلان لري. خو د روغتون شاوخوا ګڼ شمېر پوليسو محاصره کړې، ترڅو د احتجاج مخه ونيسي.

بل خوا د نواز شريف کورنۍ له وړاندي ويلي وه، چي هغه د روغتيايي ستونزو سره مخ دی او څنګه چي پکار ده هغسي درملنه ئې نه کېږي.

نوازشريف دا مهال د فساد په تور بندی دی او په غيرقانوني توګه د ګڼو شرکتونو د مالي موضوعاتو په تړاو په بند کي شپې سبا کوي.

د نواز شريف ورور او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف وايي، که دده په ورور څه وسول مسؤوليت به ئې د عمران خان پر غاړه وي.