کور / راپور / کوټه کي چاودني پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

کوټه کي چاودني پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

په کوزه پښتوخوا کوټه کي نن سهار يوه چاودنه سوې چي يو پوليس پکي وژل سوی او پنځه نور پوليس ژوبل دي..

دا پېښه  د کوټي ښار په سپيني چوک کي هغه مهال رامنځ ته سول چي د پوليسو ګاډۍ د تېرېدو په حال کي وو او چاودنه ورباندي وسوه.

راپورونه وايي، چي چاودنه د يو موټرسيکل په واسطه رامنځ ته سوې ده او درې پوليس ئې ژوبل کړي دي. د ژوبل پوليسو روغتيايي حالت خطرناک ښودل سوی دی.

د پېښي پړه تر دا مهاله کومي وسلوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.

څو ورځي وړاندي هم په د کوټي ښار په ډبل روډ کي چاودني درې پوليس ووژل او لس نور ئې ژوبل کړل.