کور / راپور / کندهار : په هوايي بريد کي ۱۶ طالب وسلوال وژل سوي دي

کندهار : په هوايي بريد کي ۱۶ طالب وسلوال وژل سوي دي

 

د کندهار چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په معروف ولسوالۍ کي ئې ۱۶ طالب وسلوال وژلي  او ۱۲ نور ئې ژوبل کړي دي.

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر وايي، چي تېره شپه طالب وسلوالو غوښتل چي پر معروف ولسوالۍ حمله وکړي، خو د کشفي راپورونو پر اساس افغان هوايي ځواکونود هغوی ليکي په نښه کړې او ۱۶ کسان ئې ووژل او ۱۲ نور ئې ژوبل کړل.

د هغه په خبره، د وسلوالو ۱۶ جسدونه ددوی په لاس کي دي.

طالب وسلوالو تر اوسه ددې پېښي په هکله غبرګون نه دی ښودلی.