کور / راپور / د خليلزاد تازه سفرونو ته د افغان حکومت غبرګون

د خليلزاد تازه سفرونو ته د افغان حکومت غبرګون

 

زلمي خليلزاد د افغان سولي لپاره تېره يکشنبه بروکسل، پاریس او مسکو ته سفر پيل کړی دی.

نوموړي تېره ورځ په بروکسل کي د ناټو د عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د افغان سولې پر بهیر باندې خبرې کړي دي.

افغان حکومت د خليلزاد د تازه سفرونو په هکله غبرګون ښودلی او ويلي ئې دی چي د سولي خبري هغه مهال کاميابېدای سي چي افغان حکومت پکي ګډون ولري.

د ولسمشر اشرف غني وياند صدیق صديقي د خليلزاد سفرونو ته په غبرګون کي پر ټويټرپاڼه ليکلي :”سوله تل د ولسمشر د لومړیتوبونو څخه ده او افغان حکومت سولې ته ژمن دی، زموږ هېواد هغه مهال یوې تلپاتې او باعزته سولې ته رسېدلای سي، چي دغه بهیر د افغان دولت لخوا رهبري سي”.

خليلزاد پر داسي مهال د افغان سولي په بهانه سفرونه پيل کړي دي چي د سپټمبر پر ۷ نېټه د امريکا ولسمشر د طالبانو سره خبري اتري لغوه کړې.