کور / شعر / ای هېواده زما

ای هېواده زما

د ګران هېواد د خپلواکۍ د ٨٩ مي کليزي په وياړ


ستا د کا ڼو بلا واخلمه هېواده زما
هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما


ملکونه ډېر دي ما ليدلي       ا وبه د هر ځای مي دي څښلي


د پښو خا وري دي دا ګرده نړۍ شينه


ای هېواده زما     هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما



غرونه ،دري ، ښکلي ډاګونه


مست اوڅپاند لري  سيندونه


دښتو مېرو کي دي  ښائسته ،ښائسته ګولونه


ما ته دي هر سړۍ اکبر دی
هره دره دي هم د خيبر دی


هري پېړۍ کي د ما ت کړي ځبر ځواکونه


ای هېواده زما         هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما


ته مي عزت ته شرافت يې
ته مي د دي دنيا جنت يې


دا خپل هر څه به زه له تا قربانومه


 ای هېواده زما       هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما


دا لر او بر افغانان يؤ دي
د دي ګودر مېنان يؤ دي


د ننګ په چاره د بايللي دوی سرونه


ای هېواده زما     هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما


يا به يؤ ځای دا لر او بر کړو
يا به خپل ټول د ژوند ټغر کړو


دغه وعدي د پښتنو در سره دينه


ای هېواده زما    هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما


لوړ د مقام لوړ د عزت دی
په حامد پور دا ستا صفت دی


افغانستانه سپېلنۍ در ځيني شمه


ای هېواده زما     هېر مي نه يي ته يي هر وخت يي په ياده زما





 د ګست دمياشتي ١٣مه ،د کليفورنيا ايالت امريکا


درنو لوستونکو دا شعر مي د پښتو د غزل د باچا ښاغلي خيال محمد د هغي سندري په پيوست ليکلۍ چي وايي (ستا د سترګو بلا واخلمه جانانه زما   وه د زړه کراره راشه مهربانه زما )