کور / تازه خبرونه / پكتيكا: ۵ مخالفين نيول شوي او ۳ افغان سرتيو ته مرګ ژوبله اوښتې

پكتيكا: ۵ مخالفين نيول شوي او ۳ افغان سرتيو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پكتيكا ولايت كې د پنځو مخالفينو د نيولو خبر وركړل شو.


تندر قول ارد وايي چې تيره شپه يې د پكتيكا ولايت په مټاخان ولسوالۍ كې د يولړ كشفي رپوټونو په اساس د ملي پوليسو او ملي امنيت په ملتيا عمليات كړي چې په ترڅ كه يې پنځه تنه د دولت وسلوال مخالفين نيولي چې يو تن پكې د پاكستان طبعه دى.


د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي دفتر وايي چې د عملياتو پر مهال له وسلوالو سره نښته هم شوي چې په ترڅ كې يې د پكتيكا ولايت د ملي امنيت يو تن سرتيرى وژل شوى او دوه تنه پوليس ټپيان دي.


د سرچينې په وينا له نيول شويو كسانو څخه يو اندازه سپكه او درنه وسله هم لاسته راغلي.