کور / تازه خبرونه / پکتيا : ۴۲ ميله سپكه او درنه وسله د ډاياك پروګرام ته وسپارل شوه

پکتيا : ۴۲ ميله سپكه او درنه وسله د ډاياك پروګرام ته وسپارل شوه

د د غو وسلو د وركړي په پروګرام كي د امنيه قومندان سربيره سلاكار وزير او دپكتيا والي ښآغلي جمعه خان همدرد هم ګډون كړي وو ،


په دي وسلو كي ، آوان ، كلاشينكوف ، سي صدو سيبر ، برنو ، ده ټكه ، پنج ټكه او تفنچكي شاملي دي. همدرا رنګه له دي وسلو سره ۱۷ قلمه مرمي چي په هغه د راكيټ ، پيكه د داشكي مرمي ، د توپ سركلولي ، د آوان مرمۍ ، د پرسونل ضد ماينونه هم شامل وو نوموړي پروكرام ته وسپارل شوي.


پكتيا والي  ښاغلي همدرد پر ټولو هغه كسانو چي له مجوز پرته وسله لري غږ وكړ تر څو خپلي وسلي د ډاياك پروګرام ته وسپاري او د بيارغوني له پروژو څخه برخمن شي.


همدرا رنګه د يوبل خبر له مخي تيره ورځ د ګرديز اړوند دتيري سيمي يو ريګ ريشن سره دو تنو ناملومو كسانو چي غوښتل يي ماين خښ كړي د خپل ماين ښكار شول ، چي په ترڅ كي يي يو تن مړ او بل شديد ټپي شو.