کور / خبرتیا او پيغامونه / انګلستان : د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د ٨٩مي کليزي په وياړ جشن

انګلستان : د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د ٨٩مي کليزي په وياړ جشن

افغانان خبر دي چي د ٢٠٠٨ م کال د اګست د مياشتي په ١٨ مه نيټه چي د ١٣٨٧ هجري شمسي کال د زمري د مياشتي د ٢٨مي سره برابره ده، د ګران هيواد افغانستان د خپلواکۍ د بيرته ګټلو د ٨٩ مي کليزي وياړلی جشن دی٠ زموږ هيوادوال په افغانستان کي دننه او بهر سږنۍ کليزه په داسي شرايطو کي لمانځي چي په وطن کي د سولي د تامين او بيا جوړوني تر څنګ د هيواد سياسي او پوځي وضعيت پيچلتيا موندلي او د خلکو  کړاوونه  پای ته نه دي رسيدلي٠


باور لرو٬ لکه څرنګه چي ازادۍ خوښونکو افغانانو پر انګريزي استعمار بری وموند، پر اوسنيو ستونزو به ضرور بر لاسي کيږي٠


له دي کبله٬  په بريتانيا کي د اوسيدونکو افغانانو ټولني  پريکړه کړي چي د خپلواکۍ  د بيرته ګټلو  ٨٩ مه کليزه د ټولني په انګړ کي د يوي پرتميني غونډي د جوړولو په ترځ کي ولمانځي٠  په دي مناسبت٬ په لندن کي د افغانانو ټولنه٬ له ټولوافغانانو څخه هيله کوي چي  د هېواد د خپلواکۍ  په  تاريخي  جشن  کي په خپل ګډون  سره چي د افغاني کنسرت او ملي اتڼونو د اجرا کولو په ترځ کي د اګست د مياشتي په ١٧مه نيټه د يکشنبي د ورځي د مازدېګر په ۴ نيمو بجو تجلېل  کيږي، د نورو افغانانو  ورونوسره يو ځاى  خپله  وطنپالونکي ونډه واخلي٠


وخت او پته :


د اګست د مياشتي په ١٧مه نيټه د يکشنبي د ورځي د مازدېګر په ۴ نيمو بجې
The Society of Afghan Residents-UK, West Acton Community Centre, Churchill Gardens, West Action, London W3 0JN