کور / راپور / افغاني بورګي (بولاني)د نړۍ په غوره پنځوسو خوړو کي دي

افغاني بورګي (بولاني)د نړۍ په غوره پنځوسو خوړو کي دي

 

د سي ان ان ټلويزون د خوړو په هکله يو راپور خپور کړی دی چي د نړۍ خوندور خواړه وښيي. او په دې راپور کي د افغانستان د بورګي (بولاني) نوم د پنځو غوره خوړو په سر کي راغلی دی.

د سي ان ان شبکې د راپور له مخي د افغانستان بورګي ( بولاني) د نړۍ د ښو خوړو په سر کي لومړی ځای لري.

بورګي چي په ځينو سيمو کي ئې بولاني هم بولي، په تبۍ او داښ په غوړو کي سره او پخیږي چي په عمومي توګه له اوړو، کچالو اوګندنې څخه جوړیږي، خو کله نور سبزیجات او غوښه هم پکښي اچول کیږي.

که څه هم  سي ان ان شبکې دا نه دي ويلي چي په کوم اساس ئې د خوړو ارزونه کړې ده، خو د ډوډۍ تاریخ پوه ویلیم روبیل وایي، چې د ډوډۍ مشخص تعریف نسته، ستاسي په کلتور او فرهنګ کي چي ډوډۍ څنګه تعریفیږي، هماغه د ډوډۍ تعریف دی.