کور / راپور / کندهار کي پوليسو دوه ماشوم تښتونکي وژلي دي

کندهار کي پوليسو دوه ماشوم تښتونکي وژلي دي

تېره شپه د کندهار په اوومه حوزه کي دوه ماشوم تښتونکي  د پوليسو سره په يوه نښته کي ووژل سول.

د کندهار د اوومې حوزې د پوليسو آمر هاشم رېګوال وايي، دغه کسانو د کندهار ښار د دوهمي ناحيې له يوې مدرسې څخه ماشوم تښتولی وو، چي وروسته ئې د هغه له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کول.

د رېګوال وايي: “د استخباراتي مالوماتو په مټ  زموږ پوليسو د تښتونکو ځای ځايګی وموندی او د عملياتو په موخه سيمي ته ورغلل، خو  هغوی پر پوليسو حمله وکړه، چي په متقابلو ډزو کي دواړه اختطافچيان ووژل سول”.

نوموړی وايي، چي اختطاف کونکو وار له مخه ماشوم وژلی او په يو کارټن کي ئې اچولی وو.

.