کور / سياسي / د پنجاب ترهګري په لر او بر کي د پښتنو ټولوژني ته ملا تړلې ده

د پنجاب ترهګري په لر او بر کي د پښتنو ټولوژني ته ملا تړلې ده

که د ننګرهار په هسکه مېنه کي پر جومات بريد وو او که په  پښتونخوا کي په رڼا ورځ  د بې ګناه پښتنو وژل وه، ټول د يوې ترهګرۍ وحشت دی.

هغه ترهګري چي د پښتنو نسلوژني ته ئې ملاتړلې ده، هغه ترهګري چي د دين په نوم د پښتنو د له منځه وړلو لپاره ئې شپه او ورځ لګيا ده.

دا هغه ترهګري ده چي يوې خوا ته په رسمي ورديو کي پښتانه وژني او بل خوا بيا د دين تر سيوري لاندي مسلمانان قرباني کوي.

په هسکه مېنه کي مخپټو ترهګرو د خدای په کور کي پر لمانځه ولاړ مسلمانان شهیدان کړل او په ټانک سيمه کي بيا تورمخي پنجاب د ناامنۍ په تور  بې ګناه پښتانه د خپلو ماشومانو سره تر تېغ تېر کړل.

ددې ترهګريو ريښه يوه ده او هغه د پنجاب څخه سرچينه اخلي، د دوی يواځينۍ هڅه داده چي د پښتنو پر وطن اور بل کړي او پښتانه د مځکي سره ووهي.

د پښتنو سره ظلم که د دين په نامه وي، که د امن په نامه وي او که د ترهګرۍ ضد نوم ورکوي، خو هدف پکي يو دی، چي هغه پر پښتنو د پنجاب حکمراني ده.

که پښتون قوم د پنجاب د دسيسو پر وړاندي بې تفاوته  پاته سي او د خپل قام د ژغورني فکر ونه کړي، ليري نه ده چي پنجاب به د پښتنو په کورنو کي پيره کوي او دا ناولي څهرې به  پر پښتنو د بادارانو په توګه حکمونه کوي او دا غيرتي قوم به د پنجاب په پښو کي پروت وي.

خو نېکه مرغه په پښتنو کي اوس د قام او وطن د ميني احساس پر راټوکېدو دی، اوس پښتانه پوهېږي چي دښمن مو څوک دی او د کومو لارو غواړي موږ اېل کړي.

اوس پښتنو ته په کار ده چي د خپل قوم د ژغورني په فکر کي سي، د خپلي کونډي غم وخوري ، د خپل ورک سوي ورور پوښتنه وکړي او ددې قام لپاره د انصاف اواز اوچت کړي.

د لوی افغانستان په هيله