کور / راپور / ننګرهار: په اچين کي شاوخوا ۱۰۰ داعش وسلوال وژل سوي

ننګرهار: په اچين کي شاوخوا ۱۰۰ داعش وسلوال وژل سوي

 

اچین ولسوالۍ کي پیل سوي عملیات، نږدې سل داعشیانو ته په مرګ ژوبلې اړولو او د دوی د ټولو مرکزونو په لمنځه وړلو سره پای ته ورسیدل .

ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چي نن اچين ولسوالۍ ته تللی وو، وويل:  د دغه  عملیاتو پر مهال په اچین ولسوالۍ کي د داعش ټولې تبلیغاتي، روزنیزې،د پلان جوړونې،د وسلو او مهماتو او نور مرکزونه او  قرارګاوې لمنځه وړل سوي،۶۲  داعشیان  وژل سوي او ۳۲ نور ټپیان سوي چي اکثریت یې بهرني اتباع دي،

نوموړي په دغه عملياتو کي د ۱۰ افغان سرتېرو  د وژلو او ۴ نورو  د ژوبل کيدو يادونه هم وکړه.

ښاغلی میاخېل وایي، داعشیانو  د اچین په باندر او  عبدالخیلو سیمه کي په پراخه کچه ماین اېښودنه کړې چي د ۳سوو په شاوخوا کي ماینونه د امنیتي ځواکونو له لورې کشف او  خنثی کړای سوي دي او په پاتې سیمو کي به هم د همکارو مؤسسو او امنیتي ارګانونو  په هڅو د ماین پاکۍ چارې ترسره سي .

هغه د عملیاتو پر مهال د کورنیو ځواکونو،ولسي پاڅوون کوونکو او بهرنیو  ځواکونو د هوایي ملاتړ څخه ستاینه او قدرداني وکړه او په وینا د داعشیانو له  لورې تخریب سویو سړکونو،ښوونځیو،پلونو،روغتونونو  او نورو وران سویو برخو روغونې ته به ځآنګړې پاملرنه وکړي .

اچين ولسوالي د داعش ډلي يو تر ټولو لوی مرکز وو او د په دغه سيمه کي د هغوی فعاليتونه خورا ډېر وه.