کور / راپور / اليس ویلز: هند له دې وېره لري چي له پاکستان څخه به ترهګر ور واوړي

اليس ویلز: هند له دې وېره لري چي له پاکستان څخه به ترهګر ور واوړي

 

د سويلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو مرستيالي وزيري اليس ويلز ويلي، چي هند پر کشمير د تندوره ډلو د ور اوښتلو څخه وېره لري، ځکه ئې په جمو او کشمير کي په لوی شمېر پوځيان ګومارلي دي.

آغلې ويلز چي د امريکا کانګرس ته په دې هکله مالومات ورکول وويل، چي جيش محمد، لښکر طيبه او حزب المجاهدين هغه ډلي دي چي د کشمير پوري غاړي هند ته د ور اوښتلو وېره ئې سته.

د کانګريس دا غونډه چي تېره ورځ جوړه سوې وه، تر ډېره پکي د کشمير اړوند بحثونه روان وه .

د يوې پوښتني په ځواب کي آغلي وېلز وويل، چي هند د ځان خطر ويني، نو په همدې خاطر ئې په کشمير کي اته لکه پوځ ځای پرځای کړی دی.

هغې زياته کړه، بايد لومړی پاکستان دې ته وهڅول سي چي د تندوره ډلو مخه ونيسي او په دغه هيواد کي دي د ترهګرو روزنځايونه ختم کړي.

دا پر داسي مهال ده چي دوې ورځي وړاندي د هند پوځ ادعا وکړه چي په پاکستان لوري کشمير کي ئې د ترهګرو درې کمپونه له منځه وړي دي.

هند د اګسټ پر پنځمه نېټه د کشمير ځانګړی حيثيت ختم کړ او په ټولو قوانيونو کي ئې د نوي ډيلي تر واک لاندي کړ. دې کار د پاکستان او هند ترمنځ اړيکي نوري هم ترېنګلي کړې او د يوې نوي جګړې د رامنځ ته کېدو خطره سته.