کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: که زموږ د مارچ مخه هرچا ونيول مخي ته ئې درېږو

مولانا فضل الرحمن: که زموږ د مارچ مخه هرچا ونيول مخي ته ئې درېږو

 

د جميعت علماء (ف) ګوند مشرمولانا فضل الرحمن وايي، چي په اسلام اباد کي داکتوبر د ۲۷ مارچ به ارومرو کوي. او که پوځ په دې کي مداخله وکړه، دوی به د پوځ په مقابل کي ودرېږي.

مولانا چي تېره ورځ ئې په اسلام اباد کي د خبريالانو سره خبري کولې وويل: “چي موږ د اوسني حکومت د ليري کولو لپاره دا مارچ کوو او که زموږ په وړاندي کوم ځواک درېږي د هغوی دفع به هم کوو”.

د يادونې ده چې د مسلم ليګ ن، پيپلز ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند په ګډون د اپوزيسون يوشمېر نورو ګوندونو د جميعت علمای اسلام ف ډلې د ازادۍ مارچ ملاتړ اعلان کړی دی.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي، چي د مولانا په مارچ باندي حکومت له منځه نه ځي بلکي دا د خلګو په رايه راغلی حکومت دی.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزیسون ګوندونه وايي، چي د تحريک انصاف په مشرۍ حکومت د پوځ لخوا راوستل سوی او ترڅو چي عمران خان استعفاء نه وي ورکړې، دوی به خپل مارچ جاري وساتي.