کور / طنز / له سياستوال سره مرکه

له سياستوال سره مرکه

مرکه کوونکی: سياستوال صيب د بخښني په غوښتلو سره غواړم ستاسو لږ وخت ونيسم او څو پوښتني درنه وکړم.
سياستوال: مهرباني وکړئ خو لمړی غواړم پوه شم چي دا مرکه تاسو زما سره د يوه انډيوال او که د يو ژورنالست په توګه کوئ ځکه مونږ ژورنالستانو ته ډېر ځل رښتيا نه وايو؟
مرکه کوونکی: نه نه ….  ته سياستوال یی خو زه ژورنالست نه يم ، بس يواځي د يوه انډيوال په ډول درنه څو پوښتني کوم.
سياستوال: ښه، نو زه حاضر يم چي ستا پوښتنو ته رښتيني ځوابونه درکړم.
مرکه کوونکی: لمړی تر هرڅه غواړم وپوښتم چي سياست څه ته وایی؟
سياستوال: ښايي سياست په بېلابېلو ډولونو تعريف شوی وي خو د عمل په ډګر کي د سياستوال د سياسي، اقتصادي او نورو موخود لاس ته راوړلو لپاره  د عامو وګړو وژلو ته سياست وايي.
مرکه کوونکی: ستاسو په اند قانون د څه لپاره چوړېږي؟
سياستوال: قانون وګړو ته د انصاف او هوسا ژوند د برابرولو په موخه جوړېږي خو د بي وزلو او کمزورو وګړو د ځورولو او همدارنګه د چارواکو د اقتصادي ګټو او د هغوی د خوندي کولو لپاره تري ګټه اخيستل کېږي.
مرکه کوونکی: سياستوال صيب ، سره لدي چي چارواکي او مخالفين دواړه وايي چي مونږ سوله غواړو، نو بيا   په هېواد کي سوله ولي نه راځي؟
سياستوال: سوله هغه وخت راځي چي واکمن سياستوال د مخالفينو ځني غوښتني ومني، په واک کي هغوی ته هم يو څه برخه ورکړي او که دا کار وکړي  پرته له شک نه هغوي ته تاوان رسېږي،  واک ېي کمېږي او اقتصادي ګټو ته ېي تاوان رسېږي.
مرکه کوونکی: سياستوال صيب ستاسو په اند سياسي لوبي څه ته وایی؟
سياستوال: سياسي لوبي ډول ډول دي، دا هم يوه سياسي لوبه ده چي ډېر ځل مونږ خپل مخالفين پخپله په مخالفينو وژنو او خپل پلويان ساتو.
مرکه کوونکی: که دا خبره لږه روښانه کړئ چي څنګه تاسي خپل مخالفين بېرته په مخالفينو وژنۍ؟
سياستوال: دا خبره روښانه ده. همدا اوس تاسو د جګړي ډګر ته لاړ شئ هلته او په خاص ډول د جګړي په لمړيو ليکو کي به نزدي يو هم زمونږ پلوي پيدا نه کړې، ټول به زمونږ مخالفين وي، همدارنګه د جګړي مړي او ټپيان وګورئ يو به هم پکي زمونږ پلوي پيدا نه کړئ. دا لدي کبله چي مونږ خپل پلويان په خوندی ځايونو کي په لوړو تنخاګانو ځای په ځای کوو او نورو خلکو ته د ژوند شرايط دومره سختوو چي هغوی پخپله دي ته غاړه کېږدي چي د جګړي لمړيو ليکو ته لاړ شي. بله خبره دا ده چي مونږ د جګړي اور هم ډېرځل د خپلو سيمو څخه لېري د مخالفينو سيمو ته وړو پدي ډول د جګړي له کبله د هغوی اقتصادي ګټي هم لÙ
 ‡ خنډ سره مخامخ کوو.
مرکه کوونکی: ولسواکي څه شی ده؟
سياستوال: په لنډو ټکو کي ولسواکي دي ته وایی چي سياسي او ټولنيزي ټولي چاري به د ټولني د ډېره کيو (اکثريت) په خوښه صورت نيسي خو د عمل په ډګر کي ولسواکۍ هم خپله اصلي مانا له لاسه ورکړې. پدي مانا چي د ټولني نزدي ټولي چاري به د لږه کيو په خوښه صورت نيسي خو ښکاره بڼه به یی داسي وي چي دا د ټولني د ډېره کيو خوښه ده.
مرکه کوونکی: پدي ناوړه چارو کي د قانوني چال چلند او سزا سره د مخامخ کېدو څخه نه وېرېږئ؟
سياستوال: قانون تل بي وسه او بي وزلو ته سزا ورکوي او مونږ ځانونه ځواکمن او شتمن ساتو، قانون هېڅکله يو ځواکمن او شتمن ته سزا نشي ورکولی. په ټولنه کي ددي ډول پېښو بي شمېره ژوندي بېلګي ليدلی شو، همدا اوس زمونږ په ټولنه کي ډېر داسي وګړي شته چي د لکونو انسانانو په وينو ېي لاسونه سره دي، په زرګونو بېګناه تورسري ېي بي پته کړي، د زرګونو وګړو کورونه ېي وران کړي خو دا چي هغوی ځواکمن او شتمن دي نو قانون ورته په برندو سترګو ګوري او هېڅ ډول سزا نشي ورکولی خو يو بي وزله او بي وسه که په درواغو هم په کوم جرم تورن شي نو سمدستي د زندان د تورو تمبو شاته اچول کېږي او کلکÙ
 ‡ سزا ورکول کېږي.
مرکه کوونکی: ستاسو د مالوماتو څخه يوه نړۍ مننه.
سياستوال: ستاسو څخه هم مننه.
په درنښت.