کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / کابل ښاروالۍ او د کرزي خلاف کمپاين

کابل ښاروالۍ او د کرزي خلاف کمپاين

ټول ټاکني را نږدي شوي. هر کانديدخپل ځانته کمپاين کوي. چي په راتلونکيو ټاکنو کي ښي  رايي واخلي او د ولسشرۍ چوکۍ ترلاسه کړي. د راتلونکيو انتخاباتو لپاره په مستقيم او غير مستقيم ډول کمپاينونه روان دي.

په ځينو رسنيو کي داسي راځي،چي کرزى اوس مهال ځانته  پر کمپاين بوخت دى نو ځکه تري د هېواد امنيتي چاري پاته دي، چي په نتيجه کي  امنيت او ټولنيزي چاري  د خرابۍ په لور رهي دى.

دا خبره ډېره د ټلوالې، کنګري او جبهي پلويان کوي.خو حقيقت  داسي نه دى او هر څه سر چپه او معکوس روان دي. ځکه ټلواله، جبهه او کنګره يا په بل عبارت پخواني ټوپکمارانو ټول نظام په لاس کي نيولى دى. په هره اداره کي يي غړي ننوېستلي، چي د چا پلار هم ورته  له پوزي  پورته خبره نشي کولاى. ياني هم حکومت کوي او هم په حکومت پسي سپکي سپوري وايي او د تخريب لپاره يي پلانونه او دسيسي جوړوي، چي دي کار يي  حکومت ته  د وسلوالو مخالفينو په  پرتله  ډېر زيان رسولى  او لا يي  رسوي!

ددي پرخلاف د کرزي پلويان په حکومت کي دومره ډېر ندي او که څه دي، هم  هغه بيا د همدغو مافيا ګرو  له لاسه ښه ورځ نلري. او مافيا ګر ورته توطيي او دسيسي جوړوي او په يو تور او بل تور يي تورنوي او  له حکومت نه يي وېستلو ته اړ باسي!

په هر صورت د خپلي ادعا د ثبوت لپاره، يو مثال وړاندي کوم، چي د کرزي د اداري پر خلاف پخپله د کرزي  مامورين توطيي جوړوي، چي لنډ مثال يي د کابل ښاروال او دکابل ښاروالۍ نور زاړه  لېوان چارواکي دي!

لکه  څنګه چي کابل ښار ته د ٢٠٠١ کال راهسي د هېواد له  ډېرو ولايتونو څخه خلک  راغلل او دلته مېشت شول. د اټکل له مخي په کابل ښار کي دمګړۍ له پنځه ميلونو نه ډېر وګړي اوسي.دلته يي کارونه شروع کړي او همداشان ورځ په ورځ کابل ښار ته د مهاجرت لړۍ لا پسي غځيږي اود مېشتو خلکو خپلوان هم ورته راکډه کيږي. او په هېواد کي د بي امنۍ څپه لا دغه لړۍ پسي ګړندۍ کوي  نو له همدي کبله  کابل ښار د هېواد د نورو ولايتونو په توپير د انتخاباتو لپاره  غوره مرکز ګڼل کېداى شي!

د انتخاباتو لپاره ددي مهمي نقطي په پام کي نيولوسره، دکرزي ضد مافيا ګرو دا سيمه په ولکه کي راوستي ده او د ناوړه چلند او کارونو د نه کولو پر بنسټ يي د کابل ښار  ټول وګړي  له  ښاغلي  کرزي نه  خوابدي کړي! حالاتو ته چي سړى ګوري دا ټول کارونه عمدي او قصدي تر سره کيږي!

د کابل ښار ټول اړوند کارونه يي  په ټپه درولي ، چي د کمبختو ښاريانو  واړه او کوچني کارونه هم، جمعي  او مياشتي خو پرېږدئ چي په کلونو هم نه خلاصيږي. او هان چي د رياست جمهوري احکامو ته هم پام نه کيږي، چي مثالونه يي هم ډېر دي!

د ځمکو کارونه د ښاروال لخوا بند شوي ټول هغه خلک چي کورونه يي  په قلعه زمان خان او نورو سيمو کي نړول شوي، د کلونو راهسي يي  ځمکي استملاک شوي، خو پرځاى يي کورونه نه ورکول کيږي. او ټول غريب ولس کله يوي خوا او کله بلي خوا سر وهلي، بروهلي ګرځي  راګرځي!

همداشان دمؤثقو معلوماتوپراساس هغه قراردادونه چي د پخوانيو ښاروالانو په وخت کي شوي اوس نه اجرا کيږي، ددي خبري ثبوت څو ورځي وړاندي د يوي ډلي قرارداديانو لخوا د ښاروال پر خلاف لاريون کېدل دي!

 هغه سړکونه چي څو کلونه وړاندي د اولې، دوهمې، شپږمې،اتمي او نورو  ناحيو لپاره ځانګړي شوي ول، لا تر اوسه ندي پاخه شوي او هغه پيسي چي دځينو هېوادونو لخوا کابل ښاروالۍ ته ورکړل شوي وي هغه اوس همغه هېوادونه بېرته اخلي!

همداشان د احمدشاه بابا مېني  او ځينو نور سيمو سړکونه چي بايد په څو مياشتو کي جوړ شوي واى ، د کلونو په تېرېدو سره لا  ندي جوړ شوي. په دغه سيمه کي کار نه کېدلو وجه داده، چي دغه سيمه کي ډېرى وګړي د کرزي طرفداران دي او له بلي خوا يي نوم (احمدشاه بابا) مېنه ده!

د پايلي په توګه ويلاى شو،چي د کابل ښاروال لخوا د کارونو د بندښت او وړ اجرااتو د نه کولو له لاسه  ښاريان  ترپوزي رسېدلي دي او دا کار دى په شعوري ډول باندي ترسره کوي . که چېري دا لړۍ نوره هم پسي وغځېږي نو ګومان مي نه کيږي، چي  ښاغلى کرزى به  په کابل ښار کي پنځه ويشت راي هم  واخلي او بيا به د ولسمشرۍ پر چوکۍ کيني!