کور / راپور / وسلوالو په کشمير کي د هند د پوځ يو افسر وژلی دی

وسلوالو په کشمير کي د هند د پوځ يو افسر وژلی دی

 

د هندوستان ټايمز ورځپاڼي  د راپور په حواله تېره ورځ په کشمير کي کنټرول کرښي ته څېرمه وسلوالو د هندي پوځيانو پر يوې پوسته حمله کړې چي پکي د هند د پوځ يو افسر وژل سوی دی.

ورځپاڼه وايي، چي د بريد وروسته سيمه د هندي سرتېرو لخوا کلابنده سوې ده او د ترهګرو لټون کوي.

 په دې وروستيو کي د پاکستان او هند ترمنځ پر لين آف کنټرول باندي سپکي نښتي وسوې چي دواړه لوريو ته ئې ملکي مرګژوبله هم واړول.

د دوشنبې په ورځ د هند د پوځ مشر جنرال  بپین روات وويل، چي د کشمير په پاکستاني لوري کي ئې د ترهرګرو درې کمپونه په نښه کړي او له منځه ئې وړي دي.

ښاغلي روات وويل، چي په کشمير کي د پاکستان له لوري پردوی بريد وسو، چي په ځواب کي ئې هندي ځواکونو په پاکستاني کشمير  کي د ترهګرو درې کمپونه وران کړل.

نوموړي وويل: “دپاکستاني عسکرو د بریدونو ځواب کي د هندي پوځ ډزو کي دپاکستان دشپږو څخه تر لسو پوري عسکر وژل سوي او د ترهګرو درې کمپونه تباه شوي دي”

خو د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور د هند دا ادعا ردوي او وايي، چي په کشمير کي د ترهرګو هيڅ کمپ نسته او نه هم هلته ترهګر روزل کېږي.