کور / راپور / د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني استعفاء ورکړه

د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني استعفاء ورکړه

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن ولسمشر اشرف غني ته خپله استعفاء وړاندي کړل.

نوموړي ونپه يوه استعفاء ليک کي يادونه کړې ده چي د پنځو کالو په ترڅ کي ئې د افغانستان ولس ته خدمت کړی دی، خو د ملي وحدت حکومت ئې په تعصب او تبعيضي چلند تورن کړی دی.

له صلاح الدين رباني څخه څو کاله وړاندي پارلمان د باور رايه اخيستې وه، خو  له تېرو پنځو کلونو راهيسي نوموړی د بهرنيو چارو سرپرست وزير وو.

د نوموړي د وزارت په دوره کي د ولسمشرۍ ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت ترمنځ اړيکي ترينګلي وې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنيو چارو وزارت په فساد تورن کړی وو او د اصلاحاتو کميسون ته ئې امر کړی وو، چي ددغه فسادونو ارزونه وکړي، خو صلاح الدين رباني بيا دا کار سليقوي چلند بللی وو او ويلي ئې وه، چي دا ددوی پر وړاندي سياسي توطيه ده.