ارواښاد پروفيسرحسن خان خروټي قامي سياست او مبارزه

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 24th, 2019


ليکوال:  بشرمل ناصر

دپښتانه په هرټبرکې نوميالي زېږدلي دي او د قام له پاره يې هڅه کړې ده چې خپل پښتون قام يې له بدمرغيو راګرځولى دى چې نه ستړې کېدونکې مبارزې يې کړې دي چې دښمن يې په ځان پورې حيران کړى دى ـ
خروټي دپښتانه قبيلې يوه مشهوره اوپياوړې شمېرل کېږي چې دافغانستان په بېلابېلو ولايتونوکې ژوند کوي لکه ـ پکتيکا ، پکتيا ، غزني ، ميدان وردګ ، زابل ، کندهار ، هلمند ، کتدوز ، بغلان ، مزارشريف ، پروان ، کاپيسا ، کابل ، لوګر او لغمان کې استوګنه لري ـ
دپښتونخوا وطن په ډېرو ولسواليوکې هم اوسېږي لکه ، ږوب ، کوټه ، کچلاغ ، بورى او داسي نور ـ  دسند ايالت دکراچۍ په ښار کې هم ژوند کوي ـ
دخروټو اصلي ځاى او ټاټوبى دګومل سيمه ده چې دپکتيکا ولايت ولسوالۍ ده ددې ولايت په سروبي ، اورګون او سرروضه کې خروټي استوګنه لري ـ
دګوملي کې خروټي په دوې ډلي مشهوره دي چې يوه ډله يې پاسني يا کابلي خروټي بلل کېږي چې لوى مشر يې خواجه ګى نومېد بله ډله کښته خروټي و ـ چې مشر يې مخامد نومېد چې لوى خان يا شيرخان هم له دې ډلې څخه و ـ چې شېرخان بندر دده په نامه دى ـ چې کله د نادرافشار په وخت کې خروټي ايران ته فرار شو چې کله شيرخان دقطغن نايب الحکومه شو دوى ته يې بېرته دزابل په شاه جوى ، هلمند او کندوز کې ځمکي او جايدادونه ورکړل ـ
دخروټي  قبيله کې ډېر غازيان ،  نوميالي او فرهنګپاله او سياسي وګړي لري او په کې تېر شوى دى ـ چې دهغو له جملو څخه يو ارواښاد پروفيسر حسن خان خروټي صاحب دى ـ
ارواښاد پروفيسرحسن خان خروټى

پروفيسرحسن خان خروټى د حيات خان زوى د دلاورخان لمسى و د په خروټي کې دکنډاخيل ښاخ و ـ  چې دګومل سيند په غاړه په 1957م کال کې په کټکوړې کې يې سترګې روڼې کړې دي ـ چې پلار يې دګومل په سيمه کې ژوند کاوه او يو غريب سړى و ـ  چې خپل اولادونه يې په دې ساتل چې يو څو وزې او پسو نه يې و هغه به يې خرڅول او دځان روزګاريې باندې جوړ کړى و ـ  دغريبي شپې تېرولې وې او هلته دتعليم له پاره داسي زمينه برابره نه وه ـ پروفيسر حسن خان ماشوم و ـ  له ده سره به کومک کاوه چې پسونه به يې ورسره پيول ـ ګومل دږوب له ښاره نيوې کلومتره لري پرته سيمه ده چې لاره يې هغه وخت خامخا وه ـ چې تګ او راتګ څه ستونزمن غوندې و ـ او پلار يې مالداري باندې بوخت و ـ ځکه يې په ګومل کې ژوند تېرولي ـ له  څه وخته ورسته يې دږوب ښار ته ګډه راوکړه ـ چې په محله ناصراباد کې يې واړول او خپل زوى يې په 1962م کال کې وښوونځى ته واچوه چې هغه ډېر ځېر ک و ـ  له کلي راغلى و  له درسونو سره يې ډېرزيات شوق پيدا شو لومړى زده کړې يې په ږوب کې ترسره کړې چې تر 1972پوري يې ښوونځى خلاصه کړه او له هغه ورسته يې دږوب په ډګري کالج کې شامل شو او تر 1975پورې بيا دکوټې ساينس لېسې (کالج ) ته ولاړ چې له 1976-1978پورې يې هلته زده کړي بيشړه کړې ـ
دپروفيسرحسن خان درې وروڼه و ـ پروفيسرحکيم خان ، ارواښادفتح خان او ډاکټرعبدالصمدپښتون دى ـ
زامن ـ
دووه زامن يې دي چې دواړه ډاکټران دي چې مشرزوى يې
ډاکټرعجب خان خروتى دکوټې  دطب له پوهنځى فارغه شواواوس دزړه په برخه کې تخصص کوي اودوهم زوى يې
فريدخان خروټى  دسوات دطب په پوهنځى کې په زده کړو
بوخت دى  چې  اوس يې درېم کال دىـ

لوڼې =
درې لوڼه يې دې چې دووترڅوارلسم پوري زده کړې دي او
درېمي دلسې   ترکچې درسونه  لوستي دي ـ
پوهنتون دوره =
د کوټې په پوهنتون يې په 1980م کال شامل شو او هلته يې ځان ښه ستړى کړ دخپلې وړتيا په خاطر يې لومړى مقام ترلاسه کړ ـ په جيولوژي کې  يې  لسانس وکړ  چې 1983م کال کې فارغ شو ـ په پوهنتون کې
دغه کسان هم دوره و ـ تواب خان اڅکزى ، عبدالرحيم کليوال شهيد ، عبدالرحيم زيارتوال ، قهارودان ، شيراڅکزى او مجيدخان و ـ
سياست =

پروفيسرحسن خان خروټي د ښوونځي له وخته سياست پيل کړى و ـ چې د پښتونخوا ګوند يوفعاله غړى و ـ او خان شهيد له سياست څخه متاثره و ـ او داکسان يې دځان ايډال و ـ خان شهيد ، محمودخان اڅکزى او حفيظ الله امين و ـ
دضياوالحق په کرغېړنې واکنمى کې دهغه په خلاف تحريک کې برخه اخېستې وه او دکرغېړن او جابره په خلاف و ـ پروفيسر حسن خان خروټى په پوهنتون کې ديښتونخوا ، ايس ، او د اطلاعات سکټري و او سياست کې يې پوره برخه درلوده ـ چې کله يې تحريک خلاف لاريون وکړ ـ هغو بندي کړ او دووه مياشتي بند يې دکوټې هوډه په زندان کې تېر کړ ـ چې په دې تحريک کې  يې نور هم ملګري و ـ چې يو ناصر اڅکزى او بل حميد بلوڅ و ـ  په هغو باندې د اعدام حکم وشو او پروفيسر حسن خان خروټى يې شپږ مياشتي نور بندي کړ او دمچ زندان ته يې ولېږلى ـ او دمچ بنديې تېرکړـ

کتاب او مطالعه
له مطالعې سره ډېر شوق درلود تل به يې کتاب په لاس کې و ـ په 1991م کال زه او نيک محمد خروټى د کوټې ښار ته ورغلى و بيا د پوهنتون ليليې (هاسټل ) ته ورغلو ـ له ده سره مو وليدل او ډېر خوشحاله شو ـ موږ ارواښاد رفيع الدين خروټي ورلېږلى و ـ موږ خبرې ورسره کولې چې کله به خبره پاى ته ورسېده  دده په لاس کې کتاب و ـ  هغه به يې بېرته پاڼې واړولې او مطالعه به يې شروع کړه ـ  د نورمحمدتره کې ناولونه يې ټول لوستي و او داسي په ادبي سمينارونو کې ګډون کاوه ـ يووخت د لا کالج په هال کې سمينار و ـ  دشپې يې موږ هم ورسره ولاړو ـ او ګډون مو په کې وکړ ـ بيا يې يوچاته معرفي کړو چې دوى دلته دزدکړې له پاره راغلي دي ته به يې درسره اوسوې هغه رزاق نومېده د پوهنتون په سيمه کې د پروفيسر نظرمحمد پانيزې کور ومخته ځاى و ـ موږ ته يې ويل چې محمدګل خروټى به تاسو ته کميا واى او ما خبره ورسره کړې ده ـ بيا دوې مياشتې هلته له هغه کس سره پاته شو

دنده
په 1991م کال کې پوهنيار (لکچرار ) شو د کوټې په پوهنتون کې دنده پيل کړه او دايم فل له پاره يې هڅې وکړې جې په ايم فل کې يې داخله واخيسته په 1993م کال کې په ښو نومرو ايم فل وکړ ـ د دوکتورا له پاره يې په 1995م کال کې امتحان ورکړ چې د انګلنيډ پوهنتون له پاره بريالى شو ـ چې دوکتورا ته لاړ شي په دې وخت کې ناروغه شو او ناروغې يې په سي اوږده شوه ـ  دوکتورا يې پاته شوه د جنورې په څلورمه نېټه په 1996م کال م کې يې د ابدي له پاره سترګې پټې کړې د ږوب ښار په لويه هديره کې خاورته ورسپارل شو ـ  او جنتونه يې ځاى او يادونه يې تلپاتې.

ا—–=———=====—-
ماخذونه
ـ ياد ـ ډاکټرلطيف
پښتانه قبيلې وپېژنئ  مخ ـ138-149
ـ ډاکټر عبدالصمد پښتون

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024