کور / راپور / عمران خان: د موقع څخه په استفاده کېدای سي هند پر پاکستاني کشمیر حمله وکړي

عمران خان: د موقع څخه په استفاده کېدای سي هند پر پاکستاني کشمیر حمله وکړي

 

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چي داپوزيسون ګوندونو ته  په اسلام اباد کي د احتجاج اجازه ورکوي، خو دی به  استعفا ورنه کړي.

د جميعت  علماء اسلام (ف) په مشرۍ د اپوزيسون ځينو ګوندونو د اکتوبر پر ۲۷  د (ازادۍ مارچ) په نوم ستر لاريون کوي، چي هدف ئې د عمران خان استعفا او د موجوده حکومت ليري کول دي.

خو تېره ورځ عمران خان خبريالانو ته وويل : “ زه په ډاګه وايم، چي اپوزيسون ته به سر ټيټ نه کړم او استعفا نه ورکوم”.

عمران خان دا هم ويلي، چي د اپوزيسون سره بهرنی قوت هم ملګری دی او د موقع څخه په استفاده کېدای سي هند پر پاکستاني کشمير  بريد وکړي.

مولانا فضل الرحمن چي د جوړېدونکي (ازادۍ مارچ) مشري کوي وايي، د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت په درغلۍ رامنځ ته سوی دی او قانوني حيثيت نه لري.

د مولانا په خبره، ترڅو چي عمران خان استعفا نه وي ورکړې، لاريونونو ته به ادامه ورکوي.

مولانا دا ګواښ هم کړی دی، چي که ددوی غوښتني ونه منل سي، د اسلام اباد ښار به وتړي .