کور / راپور / چارواکي: هلمند کي مو د القاعدې مهم غړی نيولی دی

چارواکي: هلمند کي مو د القاعدې مهم غړی نيولی دی

 

د هلمند چارواکي وايي، چي ځانګرو ځواکونو تېره شپه  په خانشين ولسوالۍ کي د القاعده شبکې يو مهم کس نيولی دی.

د چارواکو په خبره، په دغه عملياتو کي د القاعده شبکې د نیول سوي فعاله غړی سره یو ځای یو بل تن هم د یادي شبکې سره د همکارۍ په تور نیول سوي.

چارواکو څه موده وړاندي په موسی کلا ولسوالي کي د القاعده د مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

طالبانو چي د هلمند زياتي سيمي ئې تر کنټرول لاندي په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي.