ملي امنيت: په کندهار کي مو ۱۵ طالب وسلوال نيولي دي
Aziz Rahman Hazim
د کندهار ملي امنيت وايي، چي د تېرو دوو اونيو په ترڅ کي ئې ۱۵ طالب وسلوال نيولي دي.
د پنج شنبې په ورځ د کندهار ملي امنیت ریاست د وسلوالو ترهګرو د هغي ۱۵ کسیزي نیول سوي ډلي په اړه معلومات شریک کړل، چي د تیرو دوو اونیو په ترڅ کي نیول سوې ده.
ملي امنيت وايي، چي نيول سويو کسانو په خپلو اعترافاتو کې په ډاګه کړې، د خپلو ترهګریزو فعالیتونو پر مهال یې په کندهار ښار کې دولتي مامورین، قومي مشران، دیني علمای کرام او د نظر خاوندان ئې ترورول.
د ملي امنيت چارواکي وايي، چي نيول سويو کسانو ويلي، چي څو ځلي پاکستان ته تللي دي او هلته یې د ماینونو جوړولو او نورو جنګي سلاحو په برخه کي بیلابیلي زده کړي ترلاسه کړي.
چارواکي زياتوي، چي د يادو کسانو سره يو راکټ، یو میل کلاشنکوف، ۲ میله توفنګچې، ۱ عراده ۷۰cc موترسایکل سره یو ځاي نيول سوي دي.