کور / راپور / هند: د کشمير يوه برخه په ناقانونه توګه پاکستان قبضه کړې ده

هند: د کشمير يوه برخه په ناقانونه توګه پاکستان قبضه کړې ده

 

د هند د پوځ مشر جنرال بپين روات په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي، چي د پاکستان تر واک لاندي کشمير او ګلګت بلتستان د هند خاوره ده.

نوموړي تېره ورځ په يوې وينا کي وويل: “د کشمير يوه برخه په ناقانونه توګه پاکستان قبضه کړې ده.  کله چي موږ جمو او کشمير يادوو، مطلب  مو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان په ګډون د جمو او کشمیر ټول ریاست وي”.

د هند د پوځ مشر جنرال بپين روات

تېره سپټمبر میاشت کي هم د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جې شنکر ویلي وه، چي د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر خاوره د هند ده او تمه لري چي یوه ورځ به پر دې خاوره هم خپل واک تر لاسه کړي.

پاکستان وايي، چي دا ډول څرګندوني پارونکي او غيرمسؤولانه دي.

جنرال روات پر داسي مهال دا څرګندوني کړي چي په اسلام اباد کي د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هند لوړپوړی دپلومات راغوښتی او په کشمير کي ئې د وروستيو نښتو په تړاو ورته اعتراض کړی دی.

په دې وروستيو کي د کشمير پر پوله د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتي سوي او ګڼه مرګژوبله ئې اړولې ده. او دواړه هيوادونه يو پر بل د اوربند ماتولو تورونه پوري کوي.