کور / راپور / د بشري حقونو فعالان: پوځ په شخصي زندانونو کي په زرګونو کسان وژلي دي

د بشري حقونو فعالان: پوځ په شخصي زندانونو کي په زرګونو کسان وژلي دي

 

تېره ورځ په پاکستان کي د بشري حقونو فعالانو او پخواني پارلماني غړو د حکومت د نوي  قانون (ایکشن ان اېډ سېول پاور ارډیننس) پرضد راټول سوي وه او له محکمې څخه غوښتنه کوي چي ددغه قانون د منظورۍ مخه دي ونيسي.

دغه قانون ځايي انتظاميې او امنيتي کسانو ته دا واک ورکوي چي کولای سي د محکمې د امر او کوم شک پرته خلګ ونيسي او تر نامالومه نېټې پوري ئې  په بند کي وساتي. دغه قانون امنيتي کسانو ته دا اجازه هم ورکوي چي شکمن کسان په خپلو شخصي جيلونو کي ساتلای سي او اجازه لري چي بندي کسان له محکمي او عدالت څخه ليري وساتي.

د بشري حقونو فعالانو په پرونۍ غونډه کي وويل، چي اوس هم د پوځ په شخصي زندانونو کي په زرګونو کسان پرته له کوم تور څخه بنديوان دي او هغوی هيڅ عدالت ته لاسرسی نه لري.

دغه فعالانو چي پکي د پاکستان پخواني سنيټران هم موجود دي وويل، چي د پوځ په زندانونو کي په زرګونو کسان شکنجه سوي او وژل سوي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، چي دا قانون په اصل کي د قوانينو ماتونکی دی او دا به د خلګو په حق کي سخت ظلم وي، چي هغوی د خپلو غوښتنو څخه راګرځول کېږي او دا د اولس پر حق برید دی.

پخوانی سنیټر فرحت الله بابر وايي: “خلک په هیڅ صورت دا نه سي منلای. دا د آیین خلاف دی. دا د سیاسي فکر خلاف دی. دا د ټولو سیاسي ګوندونو د منشور خلاف دی. دا د قبایلي علاقو د ولس پر حق برید دی ، دا د ټولې خیبر پښتونخوا د ولس پر حق برید دی.”

فرحت الله بابر وویل ، “موږ هیله من یو چې کله په سپریم کورټ کې د حکومت درخواست اورېدل کېږي نو زموږ درخواست به هم واوري”.

نوموړی وايي، چي اوس هم د پوځ او امنيتي کسانو په زندانونو کي ډېر کسان پرته له کوم جرم څخه بنديان دي او په دغه زندانونو کي بنديان د خپلو انساني حقونو څخه محروم دي.

ښاغلی بابر وايي: “هغه بلکل داسې دي لکه په کیوبا کې د امریکا ګونتنامو او په عراق کي ابوغرېب زندان ، پوځي افسر ته دا اجازت ورکړل سوی چي څوک نیسي او تر څومره مودې یې نیسي او چي کوم ملزم وي هغه نه عدالت ته تلای سي نه وکیل نيولای سي”.

په پاکستان کي د بشري حقونو سازمان وايي، چي امنيتي ادارې په انساني ځورونو او د بشري حقونو په ماتولو تورن دي او په زرګونو کسان ددغه ادارو لخوا تری تم سوي دي چي ډېر ئې وژل سوي او نور ئې په پټو زندانونو کي شپې سبا کوي.