کور / راپور / په روسيه کي اته پوځيان وژل سوي دي

په روسيه کي اته پوځيان وژل سوي دي

 

د روسيې په ختيځ ټرانسبایکال نومي سيمه کي د دغه هيواد شپږ پوځيان د خپل يو ملګري لخوا  وژل سوي او دوه نور ژوبل دي.

پېښه په يو پوځي کمپ کي رامنځ ته سوې ده او وژونکی کس چي يو پوځي دی نيول سوی او په توقيف کي دی.

د روسي دفاع وزارت وايي، دا پېښه تېره شپه ناوخته هغه مهال رامنځ ته سوه چي کله په اډه کي د پوځيانو پيره بدلېدل.

وژونکی پوځي چي نوم ئې نه دی په ډاکه سوی، خو ويل کېږي چي رواني ناروغي ئې لرل او د پوځي کمپ په ساتونکو کي ئې دنده لرل.