کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: تر څو چي مو عمران خان استعفا ته نه وي مجبور کړی پر کراره به نه کښېنو

مولانا فضل الرحمن: تر څو چي مو عمران خان استعفا ته نه وي مجبور کړی پر کراره به نه کښېنو

 

د جميعت علماء (ف) مشر مولانا فضل الرحمن او مخالف اپوزيسون ګوندونو په ګډه ويلي، چي وزير اعظم عمران خان به استعفا ته مجبوره کوي او د حکومت سره نوري خبري نه کوي.

تېره ورځ مولانافضل الرحمن د مخالف ګوندونو په يوه غونډه کي وويل، چي نور د حکومت سره د خبرو کولو وخت پای ته رسېدلی دی او دوی به د (ازادۍ مارچ) د لاري اوسنی حکومت ړنګوي.

د مولانا په خبره، تر څو چي عمران خان استعفا نه وي ورکړې او نوي ټاکني نه وي سوي، تر هغو به خپلو لاريونونو ته ادامه ورکوي.

بل خوا بيا حکومت پر مولانا نيوکي کړي او ويلي ئې دي چي د هغه سره بهرنی قوت ملاتړ کوي.

پاکستان حکومت د بهرني قوت په اړه څه نه دي ويلي، چي دا قوت به څوک وي، خو دا ئې ويلي چي د (ازادۍ مارچ) ته هند خوشاله دی او په کور دننه د ګډوډ سياسي حالت څخه په استفاده کيدای سي هند پر پاکستان لوري کشمير بريد وکړي.