کور / راپور / اروزګان: د دهراود ولسوالۍ امنيه قومندان په ځانمرګي بريد کي ژوبل سوی دی

اروزګان: د دهراود ولسوالۍ امنيه قومندان په ځانمرګي بريد کي ژوبل سوی دی

 

د اروزګان ولايت د دهراود ولسوالۍ پر امنيه قومندان سمونوال شاه محمد باندي ځانمرګی بريد سوی او نوموړی پکي ټپي سوی دی.

د دهراود ولسوال عبدالمنان عليزی وايي، چي ځانمرګي بريدګر د ولسوالۍ په بازار کي پر سمونوال شاه محمد باندي بريد وکړ. او د شاه محمد په ګډون د هغه يو ساتونکی پکي ژوبل سول.

ښاغلی عليزي وويل:”پېښه نن ماپښين یوه بجه د ولسوالۍ په بازار کي د سبزي مارکېټ سره نژدې رامنځ ته سوې، ځانمرګي بریدګر د امنیه قوماندان شاه محمد د سپرلۍ موټر په نښه کړی وو، چي د چاودنې پر مهال هغه له یوه ساتونکي سره ټپي سوی او روغتیايي حالت يې هم د ډاډ وړ دی او بل چاته زیان نه دی رسیدلی.”

دهراود ولسوالي د مرکز ترينکوټ څخه وروسته دوهمه مرکزي سيمه ده چي د اروزګان ولايت د مرکز څخه جنوب لويديځ لوري ته په ۸۰ کيلو متري کي  پرته ده.