کور / اقتصادي / خوست کي ګڼ کسان د ځنګل وهلو په تور نيول سوي دي

خوست کي ګڼ کسان د ځنګل وهلو په تور نيول سوي دي

 

د خوست ولايت چارواکي وايي، چي ددغه ولايت په ګڼو سيمو کي ئې د ځنګل وهني پرضد عمليات پيل کړي دي او په دغه عملياتو کي ئې ګڼ شمېر کسان نيولي هم دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل وايي، چي د دغه ولايت په تڼيو ولسوالۍ کي د ځنګل وهني پرضد عمليات پيل کړي او ګڼ شمېر هغه کسان ئې نيولي دي چي به غير قانوني توګه ئې ځنګلونه وهل.

نوموړی وايي: “د خوست تڼیو ولسوالۍ اړوند ملي پولیسو د اداري او نظامي جلسو د پریکړو له مخې د زراعت ریاست استازو په ملتیا دیادې ولسوالۍ په هغه غریزو سیمو کي دیوه مشترک پلان په اساس دهغو کسانو دنیولو په موخه عملیات ترسره کړي چي غوښتل یې په یاده سیمه کي دځنګلونو ونې په غیرې قانوني ډول قطع کړي.”

نوموړي زياته کړه، دا عمليات به دوام لري او هغه کسان به د قانون منګلو ته وسپاري چي ځنګلونه وهي.

ښاغلی منګل وايي: “ونې او ځنګلونه د هېواد اوسیمې په ښکلا، دهوا په پاکوالي او د طبیعي پېښو په مخنیوي کي مهم رول لري چي په غیرې قانوني او بې رحمانه ډول قطع کول یې جرم ګڼل کیږي.”

نوموړي پر سيمه ايزو اوسېدونکو ږغ کړی چي د ځنګل د ساتني او د ځنګل وهنې د مخنیوي په برخه کي د حکومت ملاتړ وکړي او د هغو کسانو په اړه امنیتي ارګانونو ته مالومات ورکړي چي ځنګل وهنې ته لاس اچوي تر څو له قانوني چلند سره مخامخ سي.

په  افغانستان کي د ځنګلونو وهل يوه له جدي ستونزو څخه ده چي اقليم ته د زيان رسولو ترڅنګ ئې اقتصادي مشکلات هم رامنځ ته کړي دي.