کور / #PTM / واشنګټن: د پاکستان د سفارت مخي ته د پروفيسر اسماعيل د راخوشي کولو لپاره احتجاج وسو

واشنګټن: د پاکستان د سفارت مخي ته د پروفيسر اسماعيل د راخوشي کولو لپاره احتجاج وسو

 

په امريکا کي د پاکستان د سفارت مخي ته ګڼ کسان راټول سوي وه او د په پېښور کي د نيول سوي پروفيسر اسماعيل د خوشي کولو غوښتنه  ئې کول.

په دغه لاريون کي خلګو د ترهګرۍ پرضد او د پروفيسر اسماعيل د راخوشي کېدلو شعارونه ورکول.

د پروفيسر اسماعيل لور ګلالۍ اسماعيل چي د بشري حقونو يو مخکښه ده په دغه لاريون کي وويل، چي د پاکستان خفيه ادارو ئې پلار او د پښتون ژغورني غورځنګ غړي اغوا کړي دي او د هغه د راخوشي کولو لپاره به جدي مبارزه کوي.

ګلالۍ اسماعیل وايي: “زما په پلار یې الزام لګولی دی چې په سوشل مېډیا باندې یې د پاکستان د ادارو خلاف خبرې کولې، خو هغه د ادارو خلاف نه بلکې ادارو به چې د انسانانو خلاف یا د پښتنو خلاف څه کول د هغه خلاف یې خبره کوله. هغه پروفیسر وو خو جرم یې صرف دا دی چې زما پلار دی او دوی په دې ذریعه ما خاموشه کول غواړي”.

 څو ورځي وړاندي ښاغلی اسماعيل په پېښور کي د های کورټ (ستري محکمې) مخي ته استخباراتي کسانو وتښتوی او نامالوم لوري ته ئې بوتی. نوموړی د پوليسو لخوا دده د ځورني پرضد په های کورټ کي مقدمه ورکول، خو کله چي له هغې خوا راووتی د مليشه په ورديو کي کسانو د تورو ښيښو په موټر کي نامالوم لوري ته بوتلی.

ګلالۍ اسماعيل وایي: “سړو تورې ملېشه جامې اغوستې وې د عدالت د مخې نه یې زما پلار اوچت کړ او اغوا یې کړ”.

ګلالۍ اسماعیل وایي د اکتوبر په ۱۸مه نېټه هم په اسلام اباد کي د دوی له کوره د دې د پلار د تښتولو هڅه سوې وه، خو وایي هغه ورته نه وو را وتلی او د تښتولو هڅه یې ناکامه سوې وه.