د روانې جګړې قربانيان څوک دي؟
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: اېمل افغان
دا هغه نړيواله او له وينو يوه ډکه مسئله ده چې د تاريخ په اوږدوکې د نړۍ هر ملت ته په ثبوت ورسېده چې په دې جګړه کې تر هر قوم پښتانه زيات و وژل شول او زياتې قربانۍ همدې قوم د خپل هېواد لپاره ورکړي او لا اوس هم د سريخو په ډنډ کې دغه قوم د خپلو دښمنانو له لاسه ګير پاتی دی چې څنګه له دې حالت څخه ځان خلاص کړي او خپله د پرمختګ کشتۍ نوره د ساحل غاړې ته کړي.
دغه جګړه په افغانستان کې د برېښنا په څېر ډېره ګړندۍ روانه ده او تل په دې جګړه کې پښتانه مشران د دې لوبې ښکار کېږي، چې بيا وروسته يې نور ټيټ پوړي غړي خپله د نورو د لوبو ښکار شوي او بې ځايه وژل کېږي چې څنګه له دې حالت څخه ځان او خپلې کورنۍ ته نجات ورکړو.
د افغانستان په جګړه کې هغه ډلې او قومونه د کورنيو او بهرنيو يرغلګرو له خوا لوبول کېږي چې ډلې ډلې څوک دې جګړې ته سواره او څوک پياده را روان دي، حتی داسې نارواوې هم په دې خاوره کې و ليدل شوې چې په خرو ځانمرګي تر سره شول، دومره دې جګړې ته د دغه هېواد دښمنان ليواله دي په ځانګړې توګه د سيمې هېوادونه، هغوی خو په دې ښه پوهېږي که په دې خاوره کې سوله او امنيت رامنځ ته کېږي، نو بيا به توليد او صنعت ور سره د پرمختګ په حال کې کېږي او د دوی توليدات به په خپل ځای درېږي څوک به نه اخلي چې د سولې په راوستو سره به په دغه هېواد کې زموږ ګډې ګټې له خطر سره مخ کېږي که خدای کول او موږ ته هم چانس په لاس راتلو نو همداسې به کېږي.
افغان ملت هغه قوم دی چې تل د همدغو کورنيو مشرانو له لاسه د زندان تورو تيارو ته کش شوی، له سياستونو او سولې لرې ساتل شوی، په حقوقو او زده کړه يې د تاريخ په اوږدو کې سترګې پټې شوي اود دې وخت نه دی ورکړل شوی او نه ور سره وخت ياري کړې چې جګړه په خپل ځای پرېږدي او قلم چې د جګړې مخالف دی هغه ته لاس کړي او خپلې ټولې ستونزې چې د دوی ژوند ور پورې تړلی د تل لپاره له خپلې سيمې ورکې کړي او ځان يو ارام او هوسا قوم حساب کړي.
د سولې د راوستو، د جګړې د ختمېدو او قربانيانو ته يې نجات ورکول دا به هغه لاره وي چې په تفصيل سره په دې بايد لومړی نړيواله ټولنه او بيا خپله افغاني ټولنه نوره قانع شي چې جګړه بس ده ډېر و وژل شولو، ډېرې مورګانې کونډې شوې، ډېرې مظاهرې د سولې او امنيت د غوښتو په اړه و شوې، ډېر سياسي، اقتصادي او فرهنګي کارونه ور سره وروسته پاتې شول.
د جګړې جاري ساتل دا هغه بې ځايه قرباني ده چې همېشه د تاريخ په اوږدو کې مشرانو له ولسونو څخه ناوړه ګټه په کې پورته کړې هغوی يې دې کار ته هڅولي او خپل جيبونه يې د ملت له غوښو ډک کړي او بې ځايه يې په مظاهرو سر کړي او دايې ورته په خوله کې ايښې چې اسلام دی، جنت دی، دوزخ دی، حورې دي او کاميابۍ دي هر څه شته ولې د ښو اعمالو په تر سره کولو سره نه چې په افغانستان کې دوه کلن ماشومان هم له تېغه تېر شول او غوښې يې بې ادبي دې معاف وي د سپيو د خوراک شوې، دا هغه څه وه چې دې ملت په خپل ځان د خپلو مشران او يارانو له لاسه د تاريخ په اوږدو کې و منل اولا اوس هم د دې لوبې په دام کې ګير پاتې دي، چې کله به له دې لوبې دغه ولس خلاصېږي اود رڼا په لور به روانېږي.
د افغانستان په خلکو کې نور څه نه دي پاتې د هغوی ذهنونه خراب شول، تر ذهني فشار لاندې ژوند کوي، اقتصادي حالات يې ورځ تر بلې د بحران په لور روان دی، د جګړې اور همېشه پر دوی په ورځ کې يوه نېزه راټيټېږي، دا هغه قوم دی چې تر بل هر قوم د جګړې اور دوی ډېر و سوځول او لا سوځول کېږي هېڅ کله دوی ته د دې اجازه ورنه کړل شوه او نه کامياب سياستونه دوی ته په لاس ورغلل چې دغه ناخوالې يې تل شاته اچولې وای او خپل ځانونه يې کامياب احساس کړي وای.
خو سره له دې بيا هم نړيوال ځواکونه په پوره وسلو سمبال ډلې ډلې دغه هېواد ته د سولې د راوستو په پلمه راغلل او ويې نه شو کړای چې په دې هېواد کې سوله او امنيت ټينګ کړي، بلکې تور مخ او په ناکام ډول و وتل او نه هم دوی په رښتينې توګه غوښتل چې په دې خاوره کې دې د افغان ولس لپاره جګړه په سوله بدله شي او دوی دې هم د سولې تر سيوري لاندې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
دا چې موږ په قربانيانو او جګړې خبرې کول غواړو دغه ملت په تاريخ کې هغه څوک پاتې شوی چې ډلې ډلې وژل شوي او له دوی څخه د سپر په توګه کار اخيستل شوی او نړيوالو په ارامه نه دي پرې ايښي چې دغه قوم دې هم په سوله کې ژوند وکړي ولې دايې پتيلې چې دغه ولس دې تل خوار، ذليل او محکوم وي او همېشه دې له ستونزو سره لاس او ګريوان پاتې وي.
خو موږ وايو چې نور بس ده افغان ولس په ځانګړې توګه پښتانه دې نور د پرديو د جګړې نه قرباني کېږي، په کارده دغه ولس هم په خلاصو مټو په دې خپله خاوره کې و ګرځي او د خپل ځان لپاره کار او کسب په خپله پيدا کړي نه چې نور هم د پرديو بادارانو په هيله شپې سبا کړي او ځان په دې و غولوي چې دوی به موږ ته سوله راولي هېڅ د نړۍ قوم دومره ليونی او د جهالت په خره سپور نه دی چې څوک دې بل چاه ته د سولې د راوستو ټټر و وهي تر څو چې په سولې پسې په خپله لاړ نه شي فکر نه کوم چې سوله دې هم له دوی سره ياري وکړي.
دا که د افغانستان ملت و غواړي چې سره يو شي او نور د پرديو د ناوړه جګړې قرباني نه شي نو دا موږ ويلی شو چې د افغانستان د خلکو دښمنان به هم په لړزه شي او زلزله به يې پسې واخلي او د ننني استعمار پښې به هم په دغه خاوره کې که خدای کول سستې شي او ولسونه به خپل منزل ته ډېر په اسانه و رسېږي.
که موږ خپل تاريخ او سياستونو ته و ګورو دا خبره ترې څرګندېږي چې په افغان ولس په ځانګړې توګه په پښتنو حکومت کول هسې يوخيال ليدل او بې ځايه هوس دی ولې و به وژل شي او و وژل شول، خو دا ټولې هغه ناکامه معاملې وې چې د پښتنو په وړاندې و شوې ولې دښمن هم پرې په سمه توګه نه دی بر لاسی شوی او ناکام او تور مخ له دې خاورې وتلی دی.
د انسانيت د پرمختګ او په ځانګړې توګه د کار کولو له لارې د ترقۍ لپاره لاره داده چې انساني ټولنې په خپل منځ کې يو د بل قومي رواياتو ته په درناوي سره قايل شي او په دې سره سلا شي چې زموږ پرمختګ او کاميابي ټوله په يووالي او کار کولو کې ده چې له بې ځايه وژنواو قربانيو څخه نور خلاص شو.
دا چې موږ همېشه د ظلم تر تهديد لاندې راغلي يو او تل مو د ظلم او کفر په وړاندې مقابله کړې او بيا به يې هم کوو که خدای کول په دې خپله خاوره کې به نور د ظالم په وړاندې درېږو او واک به ترې په ښه توګه تر لاسه کوو، خو دا کار فکر کوم يو لړ پلانونه او ښې څېرې رامنځ ته کولو ته په کې اړتيا ليدل کېږي چې لومړی دغه څېرې رامنځ ته شي اوبيا به له هغه وروسته بريا حاصله شي.
په دې ځای کې که هر څومره موږ د افغان ولس په ځانګړې توګه د پښتنو په ستونزو خبرې وکړو دا تاريخونو ثابته کړې چې د پښتنو په سيمه او ملک کې له پښتنو څخه پرته بل هېڅ څوک حکومت او اداره نه شي کولای چې دا غيرتي قوم تر خپل واک او کنترول لاندې راولي بلکې همېشه به جګړې روانې او وينې به بهېږي.
که له افغان ولس سره د افغانستان د واکدارو په ځانګړې توګه د هغوی د بهرنيو بادارانو دا ناوړه چلند روان وي فکر نه کوم چې څوک دې په دې ملک کې په ارامه توګه حکومت وکړي بس تل به بې ځايه وينې بهېږي او ملت به په کړاونو کې راګير وي، جګړې به نورې هم د زياتېدو په حال کې وي، ولس به خپله نور له مشرانو څخه مخ و ګر ځوي.
لکه څنګه چې افغان ولس تل د سولې لپاره په خپله خاوره کې ټټر وهلی او غوښتي دي چې سوله دې حاکمه شي ولې يو څو لنډغر را پورته شوي او دغه سوله يې د تل لپاره په جګړه بدله کړې او دغه لوی قوم يې دې ته نه دی پرېښي چې سوله بريالۍ شي ځکه جګړه هغه څه ده که افغانان ورته متوجې شي نو د دوی جرړې يې په حقيقت وه اېستلې او لا اوس هم د همدوی په سيمه کې د همدوی په نامه د جګړې اور بل دی او نړيوال دښمنان نه غواړي چې پښتانه دې نور نه وژل کېږي بلکې په دې هڅه کې دي چې دې جګړې ته نور هم شدت ور کړي او په يوه ګولۍ درې تنه په شهادت و رسوي.
د ننني سياست په وړاندې په کارده افغان ملت نور د هاتي په غوږ کې ويده پاتې نه شي خپل حق او خپل امتيازات په خپله و غواړي هغه ګولۍ چې د دوی په لوري وارېږي نورې بايد د ټوپکو شپېلۍ د دوی له ټټر څخه لرې شي، جګړه يې په سيمه کې پای ته ورسېږي، افغان مشران هم نور د پرديو له غلامۍ او رشوتونو اخيستلو څخه لاس په سر شي په خپل ولس سر ښکته کړي او هغوی د پرديو له ظلم او قربانيو څخه نور و ژغوري.
افغانان هم نور په خپل کور کې ارامه استراحت کولو ته اړتيا لري چې لږ استراحت خو وکړي ترڅو دوی هم په دې پوه شي چې په سوله او ارامي کې هم خوند شته دی، ترڅو به موږ وژل کېږو، ترڅو به موږ ستړي کېږو، په ټول هېواد کې په شمار لس پنځلس مشران دي هغه هم د بهرنۍ نړۍ غلامان ولې دېرش ميليونه وګړو ته مرګ ژوبله اړولې چې څنګه دغه قوم بې ځايه په شهادت و رسوي.
په کارده د داسې نارواو او ظلمونو په وړاندې افغان ولس پياوړی شي، هغه حمايت کړای شي، هغوی ته دا روحيه ور کړل شي چې زده کړه وکړئ، له جګړې لاس په سر شئ، د پوهتونونو په لور روان شئ، زده کړه خپل عادت و ګرځوي، بيا به دا خبره ثابته شي چې دا ملت د جګړې قرباني نه شي کېدای.
که و غواړو له دې جګړې څخه لومړی خپل ځان او بيا افغاني ټولنه خلاصه کړو په کارده چې لومړی د پښتنو ټول حقوق ورکړل شي که هغه د زده کړې په اړه دې او که د هغوی په سيمه کې د نا امنيو ختمول دي، ولې پښتانه نه پرېښودل کېږي چې دوی له دې ناوړه جګړې څخه سر پورته کړي همدا علتونه دي چې دوی وروسته پاتې شول ځکه چې د پښتون دوه برابره عمر د جګړې په سنګر کې د دښمن له لاسه تېر شو او د زده کړې کوم وخت چې دی په خپل عمر کې لري هغه هسې تېر شو.
لکه څنګه چې موږ په دې ځای کې ټول په جګړه او هغه هم د پښتنو په سيمه کې پرې خبرې کوو، دلته زموږ هيله او جدي غوښتنه له پښتنو رهبرانو او د نړيوالو له غلامانو څخه داده چې دوی نور په مذاکرو لاس پورې کړي او سوله چې يو ارزښتمنه کلمه ده نوره په خپله سيمه کې راولي ترڅو د جګړې قربانيان د پښتنو په خاوره کې کم شي.
دا هغه ستونزې دي چې افغان ولس د تاريخ په اوږدو کې له دې ستونزې سره لاس او ګريوان دی او دغه تور قوانين چې د دې خلکو د زور ولو لپاره وضع شوي دا دې نور مات شي ترڅو دا قوم هم په خپله سيمه او خپل هېواد کې د يوه ارامه ژوند احساس وکړي.
موږ نور په هېواد کې د بې ځايه قربانيواو وينې تويولو ډېر سخت مخالف يو په کارده نور په دې ځای کې د ولس وينه بې ځايه تويې نه شي، موږ يو مشر او رهبر په دې څلوېښت کلنه جګړه کې ونه ليد چې د هغه زوی دې بې ځايه وژل شوی وي او يادې بې زده کړې پاتې شوی وي، بس د دوی زامنو ته هر څه په فوق العاده توګه رسېږي ولس څه کوي که څه لري او که بې سواده پاتې کېږي.
موږ ته په کارده د خپل ولس قربانۍ و څېړو کومې چې دې خلکود خپل ژوند په اوږدو کې ورکړې، ولې د دې قربانيو نتيجه د يو څو لنډغرو جيبونو ته په ډېره ښه توګه و لوېده او په دې يې هېڅکله هم فکر ونه کړ چې يو خود مختاره دولت دې په دې سيمه کې د دې ملت لپاره رامنځ ته شي چې نن ورته په ډېره ښه توګه اړتيا ليدل کېږي ترڅو و کولای شو دغه ټوټه ټوټه افغانستان سره راغونډ کړو او يو موټی ملت ترې جوړ کړو.
د افغانستان ودانول سخت دي که اسانه د قربانيانو ژغورل، په کاردي، د هېواد ابادي ښه ده که بده خو موږ يې د حکومت واګی په لاس کې اخيستل غواړو او ملت له بې ځايه وينو تويول ژغورل غواړو، تر کله به دا جګړه ييزه لوبه روانه وي، ځکه جګړه دې پر هغه چا مبارک وي چاه چې پيل کړې او په دې ولس يې تپلې، موږ د جګړې غوښتونکي نه يو، موږ د جګړې مخالف يو، موږ جګړې ته په بد نظر ګورو او بلاخره جګړې هغه څه له موږ څخه واخيستل چې په سلو کالو کې يې هم بېرته نه شو تر لاسه کولای.
دا چې تل په افغان ولس په ځانګړې توګه په پښتنو د تاريخ په اوږدو کې ظلمونه شوي نو دلته په کارده موږ هم دغه ظلمونه، نارواوې او ناکردۍ خپل راتلونکي ملت او نسل ته په ياد پرېږدو ترڅو دغه قوم و کولای شي سبا له داسې ناوړه جګړې څخه ځان او خپله کورنۍ خلاصه کړي او هېڅ تکليف او ستونزې له دې وروسته په ځان ونه مني او نه هم دې ته غاړه کېدي چې دغه ملت دې له خپلې برخې څخه د سياست، علم، فرهنګ او پوهې په ډګر کې له نورو څخه وروسته پاتې شي.
لکه څنګه چې د افغان ولس سياسي وضعيت خراب دی او نور هم د خرابېدو په حال کې دی دلته دې ولس او مشرانو ته هم لازمه ده چې دغه حالت ته په خپله يومثبت بدلون ورکړي ترڅو دوی له دې حالت څخه خلاص شي او نور د بې ځايه وژنو او قربانيو ښکار نه شي او په کارده په غټو غونډو او د کاميابه سياستونو په تر لاسه کولو غور او فکر و شي ترڅو د دغې جګړې لمن له دې سيمې ټوله شي.
په افغانستان کې همېشه تاريخونو د دې شاهدي ورکړې چې جګړه ټوله د پښتنو د سر په بيه تمامه شوې بل هېڅ قوم دومره ونه وژل شو لکه څومره چې پښتانه د دې جګړې قرباني شول، لوبې دوی ګټلي، غربي سياستونه چې په دې ولس يې په غير مستقيم ډول حملې کړي دوی مات کړي، ولې ګټې او امتيازات د هغه چا جيبونو ته تللي چې هغه له سره د دې قوم او هېواد اصلي مالکان نه دي او نه هم د دې عظيم ملت په زړه کې د افغانيت اصلي ځای لري.
په افغانستان کې د غوره فعاليتونو په تر سره کولو او بيا د امتيازاتو په ترلاسه کولو او د بهرنۍ نړۍ په ښکاره لاسوهنو سره په دې هېواد کې هغه لاسوهنې شوي چې له پښتنو سره تل د مور او مېرې چلند شوی او هغه برخه چې د دوی ده هغه ورته نه ده ورکړل شوې او نه يې نړيوال دې ته پرېږدي چې دغه قوم دې يو خپل سری قوم جوړ شي او خپل ځان دې خپله د هدف ځای ته و رسوي او بل غواړي چې دغه لوی قوم خپل غلامان و ګرځوي خودا يوه ثابته خبره ده چې د پښتون فطرت غلامي او بې غيرتي نه مني سر ورکوي خوغلامي نه مني او غواړي چې هر څه په خپل لاس کې واخلي، نو همدا علتونه دي چې نړيوال او کورني دښمنان هم نه غواړي دغه عظيم قوم دې له قربانۍ څخه خلاص شي او ځان د د دې خاورې اصلي واکداران و بولي.
افغان ولس يوه ګيله له خپلو مشرانو په ځانګړې توګه له هغو مشرانو څخه کوي چې واک او چوکۍ يې په لاس کې دي، که ښه و ګورو او د خپل حق غوښتنه کوو نو ګورۍ څه ناروا چارې را سره کېږي او په کومو نومونو وژل کېږو حق او امتيازات مو چاته په برخه ورکول کېږي، موږ نه شو کولای له دې جګړې څخه يوځل بيا سر پورته کړو چې سر پورته کړو نو په سر سر مو وهي.
موږ بايد دا خبره په ياد و لرو که چېرته زموږ او ستاسو حکومت او اداره په رښتينې توګه جوړه شوه او د نورو له غلامۍ مو ځانونه او خپل اولادونه خلاص کړل نو بيا څرګنده خبره ده چې تر قيامته به موږ بيا د چا غلامان نه شو او نه به د نړۍ دښمنان پر موږ بې ځايه حکومت و کولای شي بيا به همدغه موږ افغان ولس د نړۍ يو پياوړی او پوی قوم ګڼل کېږو او خپل کار به په خپله مخ په وړاندې وړو.
دا چې افغانستان د ۳۳ ميليونه افغانانو کوردی نو سياستوالو ته يې هم په کارده له بې کاره سياست څخه لاس په سر شي او د دې ملت وينې نورې د بهرنيو په ښکاره لاسوهنې تويې نه شي او دا خبره له هرې ممکنې لارې چې کېږي د نړيوالو غوږونو ته و رسوي چې افغانان يو سوله خوښوونکی ولس دی او نه غواړي د بې ځايه جګړې او چاودنو ښکار شي.
د سولې د راوستو يوه غوره ځانګړتيا او ښه والی به داوي چې ډېرې افغان مېرمنې به د دې کلمې په خپلولو سره خپلو موخو ته ورسېږي او هغه څه به تر لاسه کړي کوم چې د دوی هيله او اميد دی، په هغو سيمو کې به د زده کړې خوږ نعمت تر لاسه کړي کوم چې په هغه ځای کې د هېواد دښمنانو په دې مظلومې طبقې باندې بند کړی دی خودا کار مبارزه غواړي هر افغان مشر ته په کارده دې کار ته په رښتينې توګه ملا و تړي او دا کار په خپلو مټو د منزل او حقيقي موخې ځای ته و رسوي.
دا د افغان ملت يوه ډېره لوړه هيله ده چې له دې وروسته له دې حالت څخه ځان خلاص کړي او د سولې او زده کړې ډګر ته په جوش او مستۍ سره را و وځي ترڅو له دې لارې خپل ځانونه خپلو موخو ته و رسوي تر کله به دا بده جګړه په دې ملت حاکمه وي او دغه ملت به تردې جګړې لاندې ژوند کوي دا که څوک و غواړي او که و نه غواړي افغانستان د افغانانو ملک دی په دې ملک کې به يوه ورځ دغه ملت نور له بې ځايه قربانيو خلاصېږي او د حقيقي سولې په معنی به ځان پوهوي او هغه به تر لاسه کوي.
دا خبره خو څرګنده شوه چې د افغانستان دښمنان په ځانګړې توګه هغه دښمنان چې د هېواد په کورنيو چارو کې اوس هم په پوره ډول لاسوهنې کوي په خپله رضا هېڅکله هم دې ته غاړه نه ږدي چې په دغه هېواد کې د يو خپلواک جمهوريت د دې ولس لپاره رامنځ ته شي خودا د دې قوم وظيفه ده چې خپل مطلب او هيله په خپله پوره کړي نه چې نور هم د بل په طمه کېني او خپل وخت ضايعه کړي.
دا که څوک په خپلو کړو خيانتونو او جنايتونو خفه کېږي او که خوشحاله کېږي، تاريخ به يې را برسېره کوي، چې په دې ملک کې همدغو مشرانو بې ځايه مرګونه کړي، ځمکې يې غصب کړي، امنيت يې خراب کړی، د خلکو ناموس ته يې په بده سترګه کتلي، ولس يې بې ځايه جرمانه کړی، هغه څه يې کړي چې په سلو کالو کې هم نه شي جبران کېدلی او ولس ته به خپله همدغه بې کاره سياسي څېرې، چې په هغو کې غله، زنا کار، ظالمان او د ملت قاتلين شته دي ځواب ورکوي.
دلته يوه ستونزه نه ده چې نن يې موږ لمن راټوله کړو، د افغانستان په جګړه په ځانګړې توګه د پښتنو په سيمه کې هر کال د دښمنانو له خوا په کروړونه روپۍ وېشل کېږي، ترڅو د پښتنو مرام او هدف تر خاورو لاندې کړي او خپل تالا څټي په دغو روپيو ماړه کړي نور ملت دې همداسې ګرځي که څه ورته رسېږي او که وږی پاتې کېږي، ولې جګړه ور سره ګرمه ساتل کېږي.
موږ د داسې ناوړه سياسي څېرو په اړه چې يو دوه افغانيو ته يې د خپل جيب خوله نيولې وي او خپل ولس په وينو لمبوي ډېر افسوس ښکاره کوو او غواړو دغسې ناکاره سياسي څېرې له دې ناوړه سياست څخه لرې او يايې په کور او يا هم د ابد لپاره يې په ګور کېنو، خو ولې دا عمل جرات او کار کول غواړي چې نن پرې لاس پورې شي او خپل ځان ترې خلاص کړو.
دا چې دلته هغه ناکاره لوبې د خپلو مشرانو له لاسه پياده شوي او هېڅ څوک نه غواړي دغه پياوړی ملت دې خپل سرته پرېږدي او خپل مرام او هدف دې تر لاسه کړي او هغه له اغزو نه ډکه لاره چې نن افغان ملت پرې مزل کوي د ځان لپاره پاکه کړي ترڅو د دوی په پښو کې نور دغه کرل شوي اغزي لاړ نه شي دا هغه د رڼو سترګو ليدلی حال دی چې تل يې موږ په خپله خاوره کې وينو ولې د حل لپاره يې لارې نه لټو چې نور ترې خلاص شو او په پښو کې مو دغه اغزي لاړ نه شي.
افغان ملت څوک په دې خاوره کې زده کړې، پاچاهي کولو او صنعت ته نه پرېږدي خو موږ به سره له دې هم کوښښ کوو چې له دې حالت څخه په لنډ او تنګ وخت کې ځان خلاص کړو، نور بايد بې ځايه قرباني نه شو، بې ځايه مو اولادونه ونه تښتول شي، بې ځايه پر موږ چاودنې صورت ونه نيسي.