کور / راپور / د پاکستان حکومت ضد لاريونونه پيل سوي دي، مفتي کفايت الله پوليسو نيولی

د پاکستان حکومت ضد لاريونونه پيل سوي دي، مفتي کفايت الله پوليسو نيولی

د جميعت علماء (ف) په مشرۍ د اپوزيسون ګوندونو د حکومت ضد لاريونونه پيل کړي دي او د اکتوبر پر ۳۱ نېټه به په پلازمېنه اسلام اباد کي يو ستر مارچ پيل سي.

د دغه لاريونونو د کنټرول لپاره د پاکستان حکومت په زرګونو پوليس په اسلام اباد کي ګومارلي دي.

ياد لاريونونه چي د مولانا فضل الرحمن په غوښتنه جوړېږي هدف پکي د لومړي وزير استعفا او د نوي حکومت جوړول دي.

مولانا وايي، ترڅو چي ئې عمران خان استعفا ته نه وي مجبور کړی او د تحريک انصاف په مشرۍ موجوده حکومت له منځه نه وي تللی ،دوی به خپل لاريونونه جاري ساتي.

په پاکستان کې د اپوزېشن نورو ګوندونو چې پکې عوامي نېشنل ګوند، پاکستان پیپلز پارټۍ او مسلم لیګ (ن) هم شامل دي، پرېکړه کړېده چې د حکومت ضد مظاهرو کې به د مولانا فضل رحمان ملاتړ کوي.

په لاريون کي ګډونوال وايي، چي د پاکستان د حکومت لخوا ورته خطرونه جوړېږي او هڅه کېږي چي د لاريون مخه ونيول سي.

بل خوا راپورونه وايي، چي دجمیعت علمای اسلام (ف)  د ګوند یو مخکښ مشر مفتي کفایت الله په اسلام اباد کي نیول سوی دی.

د جمیعت یوه ویاند جلیل جان د اکتوبر پر ۲۷مه وویل، چي د اسلام اباد او خیبر پښتونخوا پولیسو مفتي کفایت الله د اتوار (یکشنبې) په سهار وختي د اسلام اباد له اي یولس (۱۱) سیمې څخه نیولی دی.

د ده په خبره، مفتي “د عامه امن برقرار” ساتلو له دفعې سره سم تر ګرفتارۍ وروسته د هریپور زندان ته لېږدول سوی دی.